په نوی کال کې هم د روسيي هوايي او فضايي ځواکونه په سوريه کې خپلو پو ځي مانورو ته دوام ورکوي.

په روسيه کې په ۲۰۱۶ کال کې په فضايي او پوځي برخه کې تر ټولو زيات د انتظار وړ مهمي پيښي

په نوی کال کې هم د روسيي هوايي او فضايي ځواکونه په سوريه کې خپلو پو ځي مانورو ته دوام ورکوي.

همداراز په نوې کال کې د ختيځ نوې فضائي مرکز څخه فضايي سفېنه توغول کيږي. تر څو روسيه په مستقله توګه فضا ته لاسرسي پيداکړي. برسېره پردې په ۲۰۱۶ کال کې پوځي هوايي ځواکونه ، پوځي سمندري ځواکونه، او د توغنديو استراتيژيک ځواکونه، به نوي پر مختللې وسلې تر لاسه کړي. تمه کيږي په راتلونکې کال کې روسيه لومړۍ ايران ته С-۳۰۰ او وروسته چين ته ډير موخيز ښکاري الوتکې SU-35 ورکړي.

د روسيي ولسمشر د د فاع وزارت افسرانو ته په خپل کلني رپوټ کې ، چې د دسمبر په مياشت کې يي وړاندې کړ د روسيي وسله وال پوځ او دفاعي صنايعو کامپلکس ته د پوځي او د فاعي امنيت د ټينګښت په موخه پنځه ترټولو لويي دندې وسپارلي.

لومړۍ: د پوځي او سياسي وضعيت څخه ځارنه کول او د د فاع وزارت په پروګرام کې د تغييراتو درجول..

دوهم: د روسيي د و سله والو ځواکونو د تخنيکي تجهزاتو د بيا سمبالولو کارته دوام ورکول، او د پرمختللو وسلو، پوځي تخنيک او تجهزاتو پراختيا،

دريم: د استراتيژيکي هستوي ځواکونو جګړيز پو تانسيل غښتلی کول، او د فضايي — کيهانې پروګرام څخه د فاع کول.

څلورم: د اوپراتيفي او جګړه يزي چمتوالې د کچې زياتوالی. چې هغه د سرتېرو د ځای ژر بدلول، د خطرونو په ځايونو کې د ډلو جوړول ، د استراتيژيکي هستوي او د دافع هوا د دندو تنظيمول او په انې وخت کې په دې اړه تمرين کول.

د ولسمشر پنځمه دنده: د امسئله د متحدينو سره پوځي همکاري ده ، په ځانګړي توګه د ډله ايزي د فاع تړون هېوادونوسره

Author

خروج از نسخه موبایل