په فاریاب کې ملیشو له حکومت نه زیات بری ترلاسه کړ

د افغانستان حکومت په وار وار ویلي دي چې د ملیشو له جوړولو سره مخالفت لري.

په فاریاب کې د ملیشو یو تن قوماندان غلام فاروق د یو سخت یرغل نه ورسته د یو داسې کلي کنټرول لاس ته راوړی چې د پنځو کلونو لپاره د طالبانو تر کنترول لاندې و.

د خیر محمد په نامه یو کلیوال وایي چې حکومتي ځواکونه د قره غویلي له کلي نه د طالبانو په ایستلو کې پاتې راغلل، خو زیاتوي چې د ملیشو قوماندان غلام فاروق بریالی شوی دی. د هفه په وینا دغه کلی اوس د لومړي ځل لپاره د یو حکومت پلوي ځواک تر کنټرول لاندې دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه کلی د هغه ژوند یوه برخه ښي چې د خرابې حکومتدارۍ له امله طالبانو نیولی و.

کله چې قوماندان فاروق د قره غویلي کلی ونیو، هغه ولیدل چې خلک يې حکومت په اړه ناخوښ وو، سره له دې چې د طالبانو تر سخت حاکمیت لاندې يې ژوند کاوه.

د ملیشو د دې قوماندان په وینا، طالبانو زندان نه درلود او ورته یې اړتیا نه درلوده او د خپلو بندیانو سرونه به یې پریکول.

د ملیشو یو بل غړي محمد کاظم ویلي دي چې طالبانو د هغه د کورنۍ اته غړي وژلي دي چې په هغوی کې یې پلار، تر او د تره زامن شامل دی او په همدې وجه د قوماندان فاروق ملاتړ کوي.

سره له دې چې طالبان د اسلام په اړه عمومي نظر لري، هغوی له شرعیت نه په الهام اخیستلو سره په کلیو کې یو حقوقي سیستم له لارې یو ډول نظم رامنځته کړی دی او د یو داسې حکومت خلا یې ډکه کړې ده چې ورته د فاسد او بې کفایت په توګه کتل کیږي.

خو طالبان په ښاري مرکزونو کې محبوبیت نه لري. د فاریاب پوهنتون د سیاسي علومو استاد اشرف شریفي وايي “خلک په فاریاب کې د امنیتي ځواکونو په پرته د ملیشه و په ځواکونو زیات باور لري. په حقیقت کې د میمنې خلک هغوی د خپل پت د ساتونکیو په توګه مني.”

همداراز په فاریاب کې د بشري حقونو د مستقل کمیسیون د دفتر مشر حفیظ الله وايي چې خلک د ملیشه ځواکونو ته سخته اړتیا لري، خو زیاته وي چې ښه به دا وي چې هغوی خپلي وسلې راجستر کړي.

د قوماندان فاروق په وینا د حکومت او خلکو تر منځ د زیاتیدونکي واټن په اړه د باور رامنځته کول ګران کار دي. هغه وايي “حتی که حکومت په فاریاب کې د امنیتي ځواکونو شمیر زیات هم کړي، امنیت به را نه شي.”

د افغانستان حکومت په وار وار ویلي دي چې د ملیشو له جوړولو سره مخالفت لري او وايي چې هغوی باید د پولیسو او پوځ په لیکو کې شامل شي.

همداراز عامو خلکو هم په ځینو ځایونو کې د ملیشو د زور زیاتي له امله ناخوښي څرګنده کړې ده

Author

خروج از نسخه موبایل