په عراق او سوريه کي د داعش لس تنه لوړ پوړي چارواکي د امريکا په مشری د ايتلاف په يوه مياشتینیو بريدونو کي وژل شوی دی
په عراق او سوريه کي د داعش لس تنه لوړ پوړي چارواکي د امريکا په مشری د ايتلاف په يوه مياشتینیو بريدونو کي وژل شوی دی
د امريکا د دفاع وزارت وياند په يوه خبري ناسته کي ويلي يو شمير دې وژل شويو کسانو د پاريس په پيښه کې لاس درلود
د امریکا دفاع وزارت ویاند استیو وارن په یوه خبري ناسته کې ویلي: د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوال ایتلاف په یوه میاشتینېو عملیاتو کې د داعش له لسو ډیر لوړ پوړي چارواکي چې یو شمیرو یې د پاریس په پیښه کې لاس درلود وژل شوي دي.
ده ویلي له دې څه یو کس شرف الموذن نومیده چې د پاریس د پیښې په پلان کې یې لوی لاس درلود له دې سره ویل
شوي چې ابا عود ددې پیښې د پلان له اصلي رامنځ ته کونکو څخه شمیرل کیږي د هغهه پیښې چې پکې یو سل نهه ویشت کسان ووژل شول. نومه وړی په بلجیم کې د پاریس پیښې له رامڼخ ته کیدو څو ورځې وروسته ووژل شو.
دگروال استيو وارن – ” ده ویلي په تیره میاشت کې مونږ د داعش لس تنه لوړ پوړي چارواکي وژلي دي په دې کسانو کې هغه تورن کسان هم شتون لري چې د پاریس پّ پیښه کې یې لاس درلود او په نورو سیمو کې یې د لویدیځوالو پر وړاندې چلوټې رامنځ ته کولې.” کليپ ۱
له دې سره ده ویلي د پآریس په پیښه کې یو بل تورن کس چې عبدالقادر حکیم نومیږي پّ موصل کې د ایتلاف په هوایي برید کې وژل شوی دی. همدارنګه یو بل د داعش بنګله دیشی غړي چې انجنیر وو او له پیژندل شویو هکرانو څخه شمیرل کیده په دې ډول بریدونو کې وژل شوی دی.