عربستان او ترکيه د ستراتيژيکو همکاريو يوه عالي شورا رامنځ ته کوي

عربستان او ترکيه د ستراتيژيکو همکاريو يوه عالي شورا رامنځ ته کوي دوارو خواوو دا پريکړه په رياض کي کړې ده ددي شورا د رامنځ ته کيدو موخه د دواړو هيوادونو ترمنځ د پوځي اقتصادي امنيتي سوداگرۍ او انرژۍ په برخوو کي همکاري ښودل شوې ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په روان کال کې د دریم ځل لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړ او د یمامه په ماڼۍ کې د عربستان د شاه سلمان بن عبدالعزیز له لوري یې تود هرکلی وشو او دواړو خواوو په بیلا بیلو مسایلو لکه د سوریې او یمن د ستونزو په هکله خبرې کړي دي. د عربستان بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري ناسته کې د عربستان شاه او د ترکیې ولسمشر د لیدنې په هکله ویلي: دواړو مشرانو د ترکیې او عربستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د شورا په رامنځ ته کولو هوکړه کړې ده

پادشاه عربستان- رئیس جمهوری ترکیه

.

ده ویلي: ددې شورا د رامنځ ته کولو موخه د دواړو هیوادونو ترمنخ د امنیت اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې همکاري ده

عادل جبير – ” د شورا د رامنځ ته کولو موخه دا ده چې د سعودي عربستان او ترکېې به اړیکو کې به بدلون رامنځ ته کیږي ترڅو دا دواړه هیوادونه وکولای شي په خپلو ستراتیژیکي ګټو کې وده وکړي چې د سیمې د امینت ټینګښت ته په ګټه ورسوي.” کليپ ۲

اردوغان عربستان ته له خپل سفر مخکې ویلي وو چې له عربي مشرانو سره به د سوریې ستونزې د هواری په هکله خبرې وکړي. ترکیه او سعودي عربستان د بشار اسد د مخالفینو له اصلي پلویانو څخه شمیرل کیږي . ریاض ته د ادوغاان دریم سفر په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د سوریې دولت د خپلو وسله والو مخالفینو پر وړاندې پرمختګ کړی او تیره اونۍ یې له دوی څخه دمشق ته نږدې یوه مهمه سیمه پاکه کړه.

Author

خروج از نسخه موبایل