د احصايي د ملي ادارې دفتر (نادرا) مخې ته چاودنه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان شوي وو
د خيبر پښتونخوا په مردان سيمه کې د سې شنبې ځانمرګي بريد وروسته پوليسو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر شکمن کسان نيولي دي
د احصايي د ملي ادارې دفتر (نادرا) مخې ته چاودنه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان شوي وو.
په وژل شويو کسانو ډېری ولسي وګړي وو، چې د احصايي ملي ادارې ته د ننوتلو انتظار يې کاوه.
مردان کې یوه مشر پوليس حشمت علي زيدی بي بي سي ته ويلي چې د دغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د ځانمرګي بريدګر د بدن ټوټې د څېړنو لپاره د ترهګرۍ ضد ادراې ته سپارل شوې دي.
دی وايي، پوليسو د مردان په ځينو برخو کې چاپې وهلې او ۷۰ تنه شکمن کسان يې نيولي دي.
حشمت زيدي دا هم ویلي چې د دغې پېښې ځای کې د يوه موټرسايکل د ټوټو پلټنه هم کوي.
ځايي پوليس وايي، په هغه سيمه کې چې چاودنه شوې کومه سي سي ټي وي کامره نه وه لګول شوې.
دوی وايي د نادرا چارواکو ته یې وړاندې هم د امنيتي ستونزو په اړه خبر ورکړی و خو اړين ګامونه يې نه وو اخيستي.
له دې وړاندې د مردان د پوليسو يوه مشر سعيد وزير بي بي سي ته ويلي وو، چې د دې بريد به اړه ورته له وړاندې معلومات نه وو.
د دغه بريد پړه د طالبانوڅخه جلا شوې ډلې جماعت الاحرار منلې وه. د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني د يوه پيغام په خبرولو ويلي، دغه پېښه کې دوی لاس نه لري.