چارواکي وايي، د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې د افغان هوايي ځواکونو په عملياتو کې د داعش ٦٨ وسله وال وژل شوي دي
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د مرغومي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې هوايي ځواکونو يې د ننګرهار په څلورو ساحو کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه، دا عمليات د اچين ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کې پرون پيل شوي وو او تر نن سهاره پورې يې دوام درلود.
د ده په وينا، د داعش پر يوې قرارګاه د بريد په پايله کې ٢٨ وسله وال ووژل شول او څلور نور يې ټپيان شوي دي.
دى وايي، دغه راز د اچين ولسوالۍ په نرګس سيمه کې پنځه وسله وال، په عبدالخېلو کې اووه وسله وال، په باندر کلي کې ٩ تنه، په جنجال شګه کلي کې پنځه وسله وال، په مزدکي کلي کې څلور وسله وال او کندرو کلي کې ١٠ وسله وال وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په بريدونو کې د داعش وسله والو ګڼ شمېر دهشکې، راکټونه او موټر هم له منځه وړل شوي دي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم پژواک ته وويل، چې په چپرهار او اچين ولسواليو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش ۶۸ وسله وال وژل شوي دي.
د هغه په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.
د داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.