وسله والو په کندهار كې دوه ښځينه واکسيناتورانې ويشتلي
وسله والو په کندهار كې دوه ښځينه واکسيناتورانې ويشتلي
پېښه نن سهار څه کم لس بجې د لرګيو په ګنج سيمه کې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پیښه تائیدوي او وايي، په دغو ډزو کې يوه رضا کاره وژل سوې او بله ټپي ده: (( څه كم لس بجې د څلورمې امنيتي حوزې د لرګيو په سيمه كې د پوليو واكسينو دوه رضاكارانې د نامعلومه كسانو تر بريد لاندې راغلې دي، يوه ځاى پر ځاى وژل شوې او بله په ميرويس روغتون كې تر تداوۍ لاندې ده.))
ويل کيږي، چي وسله وال د بريد وروسته د موټر سایکل په وسيله تښتېدلي.
دا په داسي حال کي ده چي په دې سيمه کي څه موده وړاندي د يوناما يوه ښځينه کارکوونکي د وسله والو په بريد کي وژل سوې وه.