په ترکیې کې د سوريې درېيم خبريال هم ترور شو

د سوریې هېواد فلم جوړونکی او خبریال ناجي جرف، چې د داعش وسله والې ډلې د جنایتونو په اړه یې مستند فلمونه جوړول د ناپېژانده کس له خوا په ترNaji jorfکیه کې ووژل شو.

د روان کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې دا د سوریې هېواد درېیم خبریال دی، چې په ترکیه کې وژل کېږي.

جرف د “حنتاح” په نوم د میاشتنۍ مسول مدیر و.

نوموړي د داعش تر واک لاندې سیمو کې د دوی د ظلمونو او د بشرحقونو د سرغړاوي له ظلمونو مستند فلمونه جوړول او په دې برخه کې زیات شهرت درلود.

ناجي جرف په رڼا ورځ په هغه سیمه کې چې د سوريې هېواد د خبریالانو د استوګنې ځای دی د کور مخې ته پر سر په ګولۍ وویشتل شو او په لاره یې ساه ورکړه.

د جرف سره نږدې خبریالانو د نوموړي مرګ تاید کړی دی او په ورته وخت کې یوې ترکیې رسنۍ راپور خپور کړی دی، چې جرف د امنیتي کمرو په مخ کې په ګولۍ ویشتل شوی دی.

وژل شوي خبریال په دې وروستیو کې د ار، بي، اس، اس مدني ټولنې په اړه مستنده هم جوړ کړی و.

دغه مستند هنري جایزه ګټلې وه او جوړل شوی مستند د داعش تر واک لاندې سیمه کې د الپورخ تر سرلیک لاندې د ظلم یوه کیسه ده.

د جرف یو نږدې ملګري رسنیو ته ویلي دي، چې نوموړي د فرانسې هېواد څخه د پناغوښتلو غوښتنه کړې وه او په دې وروستیو کې د کورنۍ سره هلته ته.

د نړیوالو خپرولو څخه د ملاتړ کمېټې مسول شریف منصور وايي، چې د سوريي خبریال له وژل کېدو وروسته د دغه هېواد خبریالان نور په ترکیه کې خوندي نه دي.

منصور وايي، چې د جرف قاتلین دې په چټک او شفاف ډول عدلي بنسټونو ته وسپارل شي او په ترکیه کې د سوریې مېشتو خبریالانو له پاره دې خوندېتوب چاپېریال برابر شي.

د سوریې هېواد دوه هغه خبریالان چې د داعش ډلې د ظلمونو یې پرده پورته کوله، د اکټوبر په میاشت کې د ترکیې په عرفان سیمه ووژل شول.

څه موده مخکې د کردانو د حقونو فعال طاهر الچي هم د ترکیې په دیارباکیر کې په ګولۍ ووشتل شو او ووژل شو.

Author

خروج از نسخه موبایل