د حمص چاودنو کې لسګونه کسان وژل شوي

د سوريې دول129152تي ټلويزيون وايي د حمص ښار يو لړ چاودنو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او يو شمېر زيات نور ټپيان دي.

حمص د سوريې حکومتي ځواکونو تر ولکې لاندې دی.

د راپورونو له مخې دوې چاودنې په ياد شوي ښار کې شوې دي خو تر اوسه لا معلومه نه ده چې دغه چاودنې چا او کومې ډلې ترسره کړې دي.

د روانې مياشتې په پيل کې “اسلامي دولت” نومې ډلې په حمص ښار کې دې ته ورته، يوې چاودنې پړه چې ۱۶ کسان په کې وژل شوي وو، په غاړه اخيستې وه.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې، له خولې د وژل شويو کسانو شمېر ۳۲ تنه ښودلی دی او وايي شاوخوا۹۰ کسان په دغو چاودنو کې ټپیان شوي دي.

ياده شوې ډله وايي يوه موټر بم چاودنه او بله ځانمرګی بريد د ښار په منځ کې شوي دي.

د ۲۰۱۱ کال مارچ میاشت نیمايي کې د بشارالاسد پرضد لاریونونه پیل شول.د ۲۰۱۲ کال تر نیمايي پورې، مخالفو وسله والو د حصم پنځمه برخه ونیوه.

په همدې کال، حکومتي ځواکونو پر حمص سخت بریدونه وکړل او د هوايي بریدونو په مټ یې ځینې سیمې بېرته ونیوې.

د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې، حکومتي ځواکونو د حمص ډېری برخه ونیوه، خو حي الوعر او زوړ ښار له وسله والو سره پاتې شول.

په زاړه ښار کې اوربند وشو.په ۲۰۱۵ کال، دواړو غاړو په الوعز سیمه کې د اوربند هوکړه وکړه، چې مخالف وسله وال به ادلب ته وځي.

Author

خروج از نسخه موبایل