د چارو يو شمېر کارپوهان وايي چې د پخواني شوروي اتحاد يرغل په افغانستان کې د ټولو خونړيو جګړو پيل و؛ خو په افغانستان کې د مجاهدينو ، طالبانو او ناټو ځواکونو تېروCorbis-42-55953144-620x330تنې د دې لامل شوې څو د ياد يرغل پر وړاندې حساسيتونه را کم شي.

د وخت شوروي ځواکونه پر ټانکونو، الوتکو او پرمختللو جنګي تجهيزاتو سمبال د ١٣٥٨ کال د مرغومي په ٦مه پر افغانستان يرغل وکړ او ببرک کارمل يې د واک پر ګدۍ کېناوو.

دغه ښکاره يرغل چې د هېواد هر ګوټ کې يې وسله وال پاڅونونه له ځان سره درلودل، تر لسو کلونو دوام وکړ او تر کلکې ماتې وروسته سرې لښکرې د ١٣٦٧ کال د سلواغې په ٢٧ مه له افغانستان ووتلې.

د لس کلن يرغل پر مهال افغانستان پر کنډواله بدل شو، څه باندې دوه ميليونه افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته او ميليونونه کسان ګانډيو او نورو هېوادونو ته پر کډه کولو اړه شول.

د افغان ولسونو مقاومت، يرغلګرو ته سخت درانه ځاني او مالي زيانونه واړول، په هغې دوره کې د خپرو شوو شمېرو له مخې څه باندې ١٤٤٥٠ شوروي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ، ٤٩٩٨٠ ټپيان شول او ٣٣٠ نور يې لادرکه شوي دي.

(د مرغومي شپږمه) پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي يرغل ٣٦ مه کليزه ده، خو د دې ورځې غندل د وخت په تېرېدو سره پيکه شوي دي.

دغه يرغل، زيات حساسيتونه راوپارول، د ډېرو افغانانو په ګومان د مرغومي ٦مه په افغانستان کې د ټولو بدمرغيو او خونړيو جګړو پيل و چې افغانستان پر کنډواله بدل شو.

سره له دې چې خلکو د پخواني شوروي يرغل تر اوسه هېر کړى نه دى؛ خو په وروستيو کلونو کې ليدل کېږي چې د پخواني شوروي او اوسنۍ روسيه چې ميراث خوره يې ده پر وړاندې يې د خلکو حساسيتونه کم شوي او ان حکومت او خلک له افغانستان سره د روسيې پوځي همکاريو ته لېوالتيا ښودلې ده.

د سياسي چارو شنونکى وحيد مژده وايي چې د پخواني شوروي د يرغل له پاى ته رسېدو وروسته خلک په تمه وو چې افغانستان به د سولې او پرمختګ په لور ګام واخلي؛ خو کومې تېروتنې چې وروسته له هغې مودې ترسره شوې خلک يې ناهيلي کړل او دا لامل شو چې د شوروي پر ضد د حساسيتونو کچه راټيټه شي.

هغه وويل: “امريکا، افغانستان ته له راتګ سره ډېرې هيلې راوټوکولې او خلکو فکر کاوه چې افغانستان به له پخوا څخه توپير وکړي چې دا کار ونه شو او ډېر خلک دې پايلې ته ورسېدل چې د امريکا په پرتله هماغه د وخت شوروي ښه و، ځکه روسانو پټ سياست نه کاوو او د لوېديځ او امريکا په وړاندې يې څرګند سياست درلود.”

مژده زياته کړه چې له امريکا او لوېديځ څخه ناهيلي د دې لامل شوې، څو خلک په دې فکر شي چې روسيه افغانستان ته راشي او يا پوځي همکاري وکړي چې ښايي د امنيت او ثبات په ټينګښت کې به ګټور تمامه شي.

د چارو ياد کارپوه وايي چې امريکا په نورو هېوادونو کې له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او افغانستان يې له لومړيتوبونو څخه د وتلو په حال کې دی، نو ځکه په سيمه کې بل دوست ته اړتيا شته څو له افغانستان سره مرسته وکړي.

د سياسي چارو بل کارپوه يونس فکور وايي، طبيعي ده چې د وخت په تېرېدو سره د حساسيتونو کچه راکمېږي، خو دا حقيقت هېڅکله نه هېرېږي چې د پخواني شوروي يرغل يوه ستره تېروتنه وه چې افغانستان کې د خونړيو جګړو پيلامه وه.

خو د هغه په وينا، د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو له وتلو څخه وروسته، په کورنيو جګړو کې د مجاهدينو، طالبانو او ناټو له خوا ډېرې تېروتنې ترسره شوې دي چې د وخت شوروي يرغل پر وړاندې د حساسيتونو د راکمېدو لامل شوې دي او خلک يې له افغانستان سره د روسيې همکارۍ ته لېوال کړي دي.

د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون مشر ميردادخان نجرابي وايي چې د پخواني شوروي اتحاد يرغل هېڅکله د افغان ولسونو له پام څخه نه وځي؛ خو هېوادونه خپلې اړيکې د ګټو له مخې تامينوي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سيمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره اړيکې ټينګې کړي، څو له شته ننګونو څخه بهر شي.

په ولسي جرګه کې د کندهار خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي هم وويل کومو کسانو چې پرون روسان د افغانستان کلک دښمنان بلل، نن له روسيې څخه پوځي مرستې غواړي او دا ښيي چې افغانان د نورو له خولو څخه قضاوت کوي چې له دې امله ژر پښېمانه کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *