د عربستان په مشرۍ ایتلاف له نهو میاشتو راهیسې د ولسمشر عبدربه منصور یبیسبیهادي په پولیتوب په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې هوایي بریدونه پیل کړي دي. ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ویلي چې په دې نهو میاشتینو هوایي بریدونو او نښتو کې شپږ زره کسان وژل شوي چې نیمایي ملکي کسان دي. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګې او د عالي کمیشنر دا څرګندونې پر دې دلالت کوي. دا هغه بدې ورځې دي چې د لویدیځ په ګډون نړیوالې تولنې ددې هیواد پر وړاندې بیغوري غوره کړي او په ټولو سترګې پرې پټې کړې دي. که چیرې دا ډول پیښې په نورو هیوادونو او یا سیمو کې رامنځ ته شوې وی نو لومړی به د بشر حقونو د ادارې د مسولینو غږ پورته شوی وو او دا دول پیښې به یې غندلې وي خو د یمن حالات توپیر لري. سعودي عربستان د ایتلاف په رامڼخ ته کولو سره غواړي په یمن کې حالاتو ته پّ خپله ګټه بدلون ورکړي خو دا هیواد تر اوسه هم په دې نه پوهیږې چې په یمن کې خپلو موخو ته په رسیدو کې څومره بریالي وو او تر کومې کچې یې خپې موخې تر لاسه کړي دي. اوس مهال په یمن کې د عربستان په مشری ایتلاف له ډیریو ستونزو سره مخ شوی او په دې جګړه کې یې ډير لګښت ګاللی دی.

یواځې په تیره اونۍ کې د ایتلاف پر یوه مرکز د حوثیانو له لوري په توغول شوي توغندي کې د عربي ایتلاف نوي تنه سرتیري وژل شوي دي ویل شوي چې د عربي متحده اماراتو یو لوړ پوړۍ چارواکی هم په وژل شویو کسانو کې شتون لري. دلته پوښتنه رامنځ ته کیږي چې لویدیځه نړۍ د هغه تورنو پر وړاندې ولي پټه خوله پاتې ده کوم چې د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو د ادارې له لوري په ډاګه کیږي؟ له شک پرته دا چوپتیا ستراتیژیکي ده او له هغه اړیکو سره تړاو لري چې له ډيرې مودې راهیسې یې لویدیځوال له عربي هیوادونو سره لري. پوځي ستراتیژیکې اړیکې او په سیمه کې د لویدیځوالو د پوځي هډو شتون ددې چوپتیا لاملونه دي. باید له هیره ونه ایستل شي چې د یمن پر وړاندې یو شوي عربي هیوادونه د لویدیځ هیوادونو د وسلو ښه پیرودونکي او ښه مشتریان دي او دا هیوادونه نغواړي ترڅو دا ډول بډای پیرودونکي له لاسه ورکړي او یایې په دې ډول مسایلو له ځانه لرې کړي.

د بندیانو خوشي کول د دواړو خواوو ترمنځ د باور جوړونې لپاره ښه پړاو دی او د یمن په جګړه کې ښکیلو خواوو مخکې له دې چې د سویس غونډې ته خپل استازي واستوي په دې هکله هوکړه کړې وه. له دې مخې حوثیانو تر هغې مودې د بندیانو د خوشي کولو په هکله هر ډول خبرې رد کړې دي ترڅو چې پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه پای ته نه وي رسیدلي. له دې سره دوی د تل لپاره د هغه اوربند د رامنځ ته کولو غوښتنه هم کړې وه کوم چې تیره اونۍ د یوې اونۍ لپاره رامنځ ته شوی وو.

د یمن د دولت اصلي بندیان چې ددوی پر خوشي کولو تر ډیره ټینګار وشو د دفاع وزیر محمود الصبیحي، د پوځ مشر فیصل رجب او نصر منصور هادي چې د ولسمشر ورور دی دي. له کله چې دا کسان د حوثیانو له لوري نیول شوي دوی ته په خبرو کې د ودې ښه چانس برابر شوی دی او دوی هم له دې ګټه پورته کوي. دې ته په کتو سره چې حوثیان دا بندیان له ځان سره لري د پخلاینې په خبرو کې د ډير امتیاز او ډيرې ونډې د درلودلو غوښتنه کوي. دا ښکاره خبره ده چې حوثیان په داسې حالات کې دا پیاوړي کارتونه له لاسه نه ورکوي ترهغې چې ددوی پر وړانډې یې ځینې امتیازات نه وي تر لاسه کړي.

یوه بله موضوع هم وه چې د حوثیانو استازو نغوته ورته درلوده هغه د بهرنیانو مداخله وه یمنیان چی د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف له لوري تر برید لاندې راوستل شوي او تر اوسه یې ډیری پوځیان او ملکیان وژلي دي او بله موضوع هم د بهرنیانو له لوري د پخلاینې پر خبرو د فشار مسله ده چې د ایتلاف له کړیه وتلې د هیوادونو له لوري راوستل کیږي. حوثیانو په کراتو په دې برخه نیوکه کړې او په دې هکله یې خبرداری ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *