البغدادي سعودي، اسرائیلو او ایتلاف ته ګواښ کړی

البغدادي په لومړي ځل د ۲۰۱۴ کال په مني کې د عراق موصل ښار ک151226233137_al_baghdadi_624x351_apې وروسته تر هغه راڅرګند شو، چې جنګیالیو یې دغه ښار ونیو.

د ”اسلامي دولت” ډلې مشر ابو بکر البغدادي ته په یوه منسوب شوي غږیز پیغام کې سعودي عربستان، اسرائیلو او ددغې ډلې پروړاندې د ایتلاف غړو هېوادونو ګواښ شوی.

دی وايي د روسیې او امریکا په مشرۍ ایتلاف ”اسلامي دولت” ډله نه ده کمزورې کړې.

د ”اسلامي دولت” دلې مشر ابو بکر البغدادي ته په یوه منسوب شوي غږیز پیغام کې سعودي عربستان، اسرائیلو او هغو هېوادونو ته ګواښ شوی، چې ددغې ډلې پوځي ایتلاف او پوځي بریدونو کې غړیتوب لري.

البغدادي وايي، د امریکا او روسیې بریدونو دده ډله نه ده کمزورې کړې، خو دا مني چې ډله یې له یو لړ بریدونو او زیانونو سره مخامخ شوې ده.

نوموړی زیاتوي: ”د نړۍ پر وړاندې زموږ ټینګ هوډ د خدای ژمنه ده، که موږ ډېر ووژل شو او یا ټپیان شو، او یا زیان راته ورسېږي، کومه خبره نه ده، دا هم د خدای کار او ژمنه ده”.

خو نوموړي د سعودي عربستان پر هغو هڅو نیوکه کړې ده، چې د ”اسلامي دولت” ډلې پر وړاندې یې د اسلامي دولتونو یو ګډ ایتلاف جوړ کړی دی.

که څه هم ابو بکر بغداډي ته ددغه پیغام د منسوبېدو ریښتینولي نه ده تایید شوې، خو (داعش) ډلې ته ځینو نژدې وېبپاڼو پر انټرنېټ د تېرې شنبې په ورځ د ابو بکر البغدادي دا پیغام خپور کړی دی.

که چېرې دا ۲۴ دقیقه ییز پیغام رښتیا د ابو بکر البغدادي وي، په دې معنا چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې نوموړي په ښکاره یو غږیز پیغام خپور کړی دی.

د پیغام د ثبتېدو نېټه او ځای نه دي ښوول شوي، خو پیغام کې وايي په تېر دسمبر کې د سعودي عربستان له خوا ددغې ډلې پر وړاندې جوړ شوی ایتلاف ”اسلامي نه دی” او هدف یې د ”خلافت له دولت سره جنګېدل” دي.

په پیغام کې دا هم راغلي چې ”که چېرې دا ایتلاف اسلامي وای، نو په سوریه کې به یې د ولس مرستې ته لاسونه غځول اعلان کړي وای”.

په پیغام کې پر سعودیانو غږ شوی چې په وینا یې ”په سوریه، عراق او یمن کې د مرتدو یاغیانو پر وړاندې راپورته شوي او د بې ګناه خلکو غچ واخلي”.

البغدادي په دې پیغام کې پر اسرائیلو هم د بریدونو ګواښ کړی چې وايي ”فلسطین مو یوه شېبه هم نه دی هېر شوی، او نه به یې هېر کړو”.

د زیاتوي: ”د خدای په مرسته به ډېر ژر واورئ چې د مجاهدین به باغیان یوه ورځ کلابند کړي، دا کار تاسو لیرې ګڼئ، خو موږ یې نژدې ګڼو”.

اسلامي دولت د عراق او سوریې ګڼې سیمې نیولې دي

Author

خروج از نسخه موبایل