د سوداګرۍ وزارت مرستيال وايي، د سوداګرۍ په نړيوال سازمان كې د افغانستان په غړيتوب سره به د ترانزيت په برخه كې د هېواد ټولې ستونزې حل شي.
د سوداګرۍ وزارت مرستيال مزمل شينواري چې نن يې په كابل كې خبري ناستې ته خبرې كولې ټينګار وكړ، كه چېرې پاكستان بيا افغان ټرانزيټ ته ستونزې جوړوي
د افغانستان ډېرى ترانزيت د پاكستان له لارې ترسره كېږي، خو تل په دغه لارې ستونزې هم وجود لري او په بېلا بېلو نومونو د پاكستان له لوري افغان سوداګرو ته ستونزې جوړېږي.
افغان سوداګر هم هيله من دي چې د سوداګرۍ سازمان كې د افغانستان له غړيتوب سره به له دغه هېواد سره د افغانستان د ټرانزيت ستونزې هوارې شي.