د روسيي په سمندري سيموکې د ترهګرۍ ضد قرارګاوي جوړيږي
د روسيي ولسمشر ولاديمير پوتين، په يو شمير ساحلي ښارونو کې د اوپراتيفي قرارګاود جوړلو حکم صادر کړی دي. تر څو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ځواکونو د پاره پلان تنظيم کړي. د فرمان متن د حقوقي اطلاعاتو په رسمي سايت کې ځای پر ځای شوی دي.
«د کاسپییسک، مورمانسک، پتروپاولوفسک-کامچاتسکیی ، سیمفروپل او یوژنو ساخالینسک ښارونو په ساحلي سيمو کې اوپراتيفي قرارګاوي جوړي سي تر څو د ترهګري سره په مبارزه کې د ځواکونو او د فدرالي ارګان څخه د مالي امکاناتو د استفادي پلان جوړ کړي».د امطلب د فرمان په متن کې راغلی دي.