کابل کې د ځینو ښوونځیو لوست ډیجیټلي شوی
د لوست دا نوې بڼه ده د ټلویزیوني پردې په وسیله غږیزې او انځوریز لوست او ایله څو ښونځیو کې کارول کیږي.
افغانستان کې د زده کړو د ښه والي په هڅو کې د کابل ځینو ښونځیو کې لوست ډیجیټلي بڼې ته اوښتی، د لوست دا بڼه په ځانګړې ډول هغو ښونځیو کې کارول کیږي چې له جګړیزو سیمو ورغلي ماشومان په کې زده کړې کوي.
د ډېرو باور دا دی چې ګواکې په ډیجیټلي بڼې لوست به له زده کوونکو سره د نوې ټکنالوژۍ سره په اشنا کېدو کې مرسته وکړي. د دغه پروګرام جوړوونکي دا کار د افغانستان د معارف انقلاب یادوي.
نجما ځلا له کابله پخپل راپور کې وايي، په کابل کې د رحمن بابا ښوونځی یو له هغو دی چې دیو سافټوییر په مرسته پکې زده کوونکو ته ساینسي مضومونو په ډیجیټل بڼه لوست ورکول کیږي.
د لوست دا نوې بڼه ده د ټلویزیوني پردې په وسیله غږیزې او انځوریز لوست او ایله څو ښونځیو کې کارول کیږي.
دا زده کوونکي د افغانستان له نا امنو سیمو دلته کابل ته راغلي دي. هغه سیمې چې یا د وسله وال پکې برلاسي دي او یا هم هلته جګړه د ښوونځیو د ټړل کېدو لامل شوې شوې.
آمر مخلص له پکتیکا ولایته کابل ته راغلی. وايي د لوست دا بڼه ورته په زړه پورې ده:
‘په لسم صنف کې د پروجیکټور عملي درسونه شروع شول. دا زموږ لپاره ډیره ښه شوه ځکه مخ ته کانکور لرو. نو دا د پروجیکټور درسونه به مو تر ډیره په یاد وي او په کانکور کې به یوه ښه نمره واخلو”.