د زابل امنيتي چارواکي وايي چې د پوليسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ په جګړه کې اووه وسله وال مخالفين او دوه پوليس وژل شوي دي.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وويل، وسله والو طالبانو نن سهار په ياده سيمه کې د سړک جوړونې د يوې کمپنۍ پر سا
د ده په خبره، وروسته پوليس سيمې ته ورسېدل او له مخالفينو سره يې دری ساعته جګړه وکړه چې په پايله کې يې اوه وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د فراهي په وينا، په دې جګړه کې دوه پوليس هم ټپيان شوي او له وسله والو مخالفينو يې يوه اندازه سپکې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
خو د نوخېز په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې چې نه یې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې په جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپی دی.
د سرچينې په وينا، په سيمه کې د وسله والو دری جسدونه او يو سراچه موټر هم پاتې دي.
په دې جګړه کې د سړک جوړونې ساتونکو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.