دافغانستان امنيتي ځواکونو په تیره يوه شپه او ورځ کې لس مخالف وسله وال وژلې دي
د افغانستان امنيتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ترهګرۍ ضد عملياتو کې لس تنه ددولت مخالف وسله وال کسان وژلې دي. دامطلب د کورنيو چارو وزارت په ر
« د کندوز، سرپل، او هرات په ولايتونو کې پوځي عمليات تر سره شوي دي. چې په پائيله لس وسله وال وژل شوي ، او درې تنه نور ټپيان شوي دي»- دامطلب د وزارت په خبرتيا کې راغلی دي.
په ترهګرۍ ضد عملياتو کې د افغانستان پوليسو د اردو له عسکرو او ملي امنيت له ادارې سره په ګډه برخه اخستي وه. د عملياتو په ترځ کې يوه اندازه وسلي هم تر لاسه شوي دي.