داعش د اسیرانو د بدن له غړیو د ګټې اخستنې فتوا ورکړې ده

د دغې فتوا له مخي «داعش» ته اجازه ورکول کيږي چې د اسيرانو د بدن دغړو څخه استفاده وکړي

نن د «اسلامي دولت» د ترهګرۍ ډلې چې په عربي ژبه ورته «داعش» وايي دفتوا متن خپور کړ ، چې په دغه فتوا کې ويل شوي چې د «مسلمانانو د نجات » او حتي د «کافر سړي» د مړيني له کبله «داعش» د اسيرو کسانو د بدن د غړو څخه استفاده کولای سي.

۶۸ فتوا د ۲۰۱۵ کال د جنوري پر ۳۱ نيټه صادره شوی ده.

د اطلاعاتو له مخې خبره په موند ل شوي سند کې ده چې دامريکا متحد ايالاتو د ځانګړو جزوتامونو له خوا د سوريي په ختيځ کې کله چې ابو سياف(چې اصلي نوم ئي فتحي بن عون بن جيلي مراد التونسي) چې د داعش د مالي چارو مسئول ، ووژل شو. او ښځه يي ونيول شوه. چې په ترځ کې ئي کاغذي سندونه او الکترونيکې ذخيره شوي مواد کشف او ضبط شول. د يادونې وړ ده چې تيره اونۍ د روسيي د بهرنيو چارو وزير خبر ورکړ چې د «اسلامي دولت» ترهګره ډله په ناقانونه توګه د انسان د بدن دغړو سوداګرۍ کوي. د روسيي دبهرنيو چارو وزارت دنوو ګواښونو دديپارتمنت مدير ايليا رګاچف د تاس اژانس سره په مرکه کې وويل چې د «اسلامي دولت» د «بهرني سوداګرۍ » د معاملاتو حجم په يو کال کې دوه مليارد ډالرو ته رسيږي. له دغه مقدار څخه ۹۵۰ مليون دالره د تيلو له قاچاق، ۲۰۰ مليون ډالره له غنمو او جودرو ، ۱۰۰ مليون ډالره د سمنټ له خرڅلاو ، ۲۰ مليون ډالره د پنبه داني، او همدومره نور بيا د فاسفيت(عنصر) د ګوګړو تيزاب او فاسفورس تيزاب او دانسانانو د بدن دغړيو څخه لاسته راوړي. د «۶۸ فتوا» ترڅنګ د ابو سياف څخه دسندونو په لړ کې «۶۴ فتوا» هم موندل شوی ده. دغه فتوا د ۲۰۱۵ کال د جنوري پر ۲۹ نيټه صادره شوي ده. پر مريانو باندې جنسي تيري ته اجازه ورکړل شوی ده. په دغه فتوا کې په څرګنده توګه ويل شوي دي د «اسلامي دولت» غړي کله د خپل مرئي سره جنسي اړېکې ټينګولای سي او کوم وخت بايد دغه اړېکې ټينګي نه شي

Author

خروج از نسخه موبایل