روسيې د داعش پر وړاندې جګړې لپاره د طالبانو سره اړيکه نيولې

اوسنی حالت ښيي چې ” داعش ” نومې ډلې په افغانستان او منځنۍ اسيا کې ځان ځای کړی

روسيه وايي د ” داعش ” نومي ډلې (داعش) سره د جګړې لپاره يې د دواړو د “ګډ دښمن په توګه” له طالبانو سره اړيکه نيولې.

روسي چارواکي وايي اسلامي دولت ډله د طالبانو او دوی دواړو ګډ دښمن دی، چې غواړي په شريکه يې پر وړاندې مبارزه وکړي.

د افغانستان په اړه د ولسمشر پوتين ځانګړی استازی ضمير کابلوف، ویلي، د مسکو او طالبانو ګټي له يو بل سره تړلې دي او دوی ورسره معلومات شريک کړي.

دی وايي تيار دي چې له افغان حکومت سره پوځي مرسته وکړي، خو دا کار به په کراره او د تجارت په بڼه وي.

اوسنی حالت ښيي چې ” داعش ” نومې ډلې په افغانستان او منځنۍ اسيا کې ځان ځای کړی.

د روسيې د فاع وزير سرګي شايګو ځايي رسنيو ته ويلي چې هېواد يې غواړي د قرغزستان پوځ پر وسلو سمبال کړي چې وکولای شي د دغې خطر (داعش) ډلې پر وړاندې جګړه وکړي.

قرغز چارواکي وايي شاوخوا ۴۰۰ سوه وګړي يې د ” داعش ” نومې ډلې سره يو ځای په سوريه کې جنګېږي.

Author

خروج از نسخه موبایل