د پاکستان پوځ ستر درستيز راحيل شريف په راتلونکي اونۍ کي کابل ته سفر کوي

د پاکستان پوځ ستر درستيز راحيل شريف په راتلونکي اونۍ کي کابل ته سفر کوي. دده د سفر موخه له افغان چارواکيو سره د امنيتي مسايلو، په پوله ايزو سيمو کي د همغزي او د پخلايني بهير په هکله خبري کول ښودل شوې دهraheel-sharif2

د پاکستان لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز افغانستان ته د پاکستاني پوځ ستر درستیز سفر چې د دواړو هیواودونو د اسختباراتي شراکت او پر امنیتي مسایلو تړلی بولی یو عادي بحث ښیي. ده ویلي چې ددې سفر په لړ کې به پّ افغانستان کې دسولې پر بهیر او د دواړو هیوادونو ګډې پولې شاوخوا ته د ناامنیو په هکله هم خبرې وشي.

له دې سره د پآکستان لومړي وزیر د امنیت او بهرنیو اړیکو سلاکار د پآکستان چین امریکا او افغانستان په ګډون د یوې کمیټې له رامنځ ته کیدو هم خبر ورکړی ویلي یې دي، ددې کمیټې لوړۍ ناسته به د جنورۍ په میاشت کې یا په کابل او یا هم په اسلام آباد کې پیل شي. ده ویلي په دې ناسته کې به په افغانستان کې د سولې او پخلاینې خبرو د بیا پیلیدو په هکله بحث وشي.

د سرتاج عزیز په وینا، دا کمیټه به د راتلونکو خبرو وخت او د تر سره کیدو ځای او څرنګوالی په ډاګه کړي. ده ویلي د کمیټې په دې ناسته کې به پریکړې ونشي بلکې د همغږۍ له مخې به چارې څاري او خپلې ارزونې به په تولو اړخونو سره شریکوي.

Author

خروج از نسخه موبایل