ملگرو ملتونو د عربستان په مشری ايتلاف په يمن کي دد ملکي کسانو په وژلو گرم پيژندلی دی

ملگرو ملتونو د عربستان په مشری ايتلاف په يمن کي دد ملکي کسانو په وژلو گرم پيژندلی دی

د ملگرو ملتونو د بشر حقونو عالي کميشنير زيد رعد الحسين د امنيت شورا ته ويلي   د وروستيو مياشتو په نښتو کي شپږ سوه ماشومان وژل شوي او ددي وژنې د لويي برخي مسوليت د عربستان په مشری ايتلاف ته ورگرځي ده ويلي ايتلاف د ملکي کس

انو په ميشت ځايونو او پر هغه ځايونو ډير بريدونه کړي کوم چي پکي گڼه گوڼه وي   ده ويلي په دي ويجاريو کي په يمن کي تولي شکيلي خواوي برخه لري او بايد د يمن ستونزي ته د خبرو له لاري حل لاره رامنخ ته کرل شي.

د ملگرو ملتونو بشر حقونو عالی کمیشنر زید رعد الحسین د یمن په هکله د امنیت شورا په لومړنۍ ناسته کې ددې هیواد د حالاتو په هکله اندیښنه ښودلې ویلي یې دي، په دې هیواد کې ښکلیو ډلو د اوسیدنې او په هغه سیمو بریدونه کړي کوم چې ملکي کسان پکې میشت دي. ده ویلي داسې ښکاري چې ډيری دا بریدونه او د ملکي کسانو په وژلو کې د عربستان په مشری ایتلاف ګرم دی. ده ویلي ایتلاف په ښونځیو او روغتونونو بریدونه کړي دي.

ده د امنیت له شورا څخه وغوښتل ترڅو په یمن کې د جګړې پای ته رسیدو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او د پر یمني ډلو فشار راوړي ترڅو اړو کسانو ته دمرستې روسونې لپاره لارې پرانیزي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمیشنر خبرداری ورکړی که چیرې د یمن جګړې د مخنیوې په برخه کې هڅې ونشي دا هیواد به هم د بالیکان په برخلیک اخته شي.

زيد رعد الحسين – “د ستونزو د هواری لپاره به د خبرو ناکامي به د یمنیانو لپاره د درد او ویر په مانا وي په دې هیواد کې د شخړو ډیرښت به له شک پرته حالات له ګډ وډیو سره مخ کړي دا ناکامي به دډې لامل وي چې په دې هیواد کې داعش وده وکړي او د شخړې به د یمن له پولو واووړي.”

په یمن کې له نهو میاشتو راهیسې جګړه دوام لري او پر دې هیواد د د عربستان پّ مشری د ایتلاف هوایي بریدونه هم پیل شول د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې په دې جګړه او هوایي بریدونو کې نږدې شپږ زره کسان وژل شوي دي له دې سره چې له تیرې اونۍ راهیسې د یمني ډلو ترمنځ اروبند رامنځ ته شوی خو پلی شوی ندی.

Author

خروج از نسخه موبایل