د ملکي دفاع ځواکونه د هغې ودانۍ په کنډوالو کې خلک لټوي، چې د روانې میاشتې پر ۲۱مه، په ادلب کې د روسیې الوتکو بمباري پرې وکړه.
د بښنې نړیوال سازمان ‘امنسټي انټرنېشنل’ د عیني شاهدانو او فعالانو له قوله وايي، په سوریه کې د روسیې هوايي بریدونو تر اوسه لږترلږه ۲۰۰ ولسي وګړ
د دغه سازمان راپور وايي، د تېرې سپتمبر میاشتې له ۳۰ د نومبر تر ۲۹ پورې یې د سوریې پنځو سیمو د روسیې د ۲۵ هوايي بریدونو په اړه معلومات راغونډ کړي دي.
د راپور پایلې ښيي، چې ”روسیې په خطناک ډول د بشري حقونو نړیوال قانون مات کړی دی”.
خو مسکو تل د ولسي وګړو وژل کېدل ردوي، او وايي دا ګومانونه د ”رسنیزې جګړې” یوه برخه ده.
روسیې د تېر سپتمبر میاشتې په دېرشمه د ”داعش” او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې هوايي بریدونه پیل کړل.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د روسیې په حمص، حماة، ادلب، لاذقیه او حلب کې یې د روسي بریدونو په اړه معلومات راغونډ کړي.
سرچینه وايي، په راپور جوړولو کې یې د تیلېفون او انټرنېټ له لارې له ۱۶ عیني شاهدانو سره د بریدونو په اړه خبرې کړې چې په دوی کې ډاکټران او د بشري حقونو فعالان هم دي.
پر دې سربېره، امنستي ځینې سمعي او بصري توکي هم ترلاسه کړي، چې وايي له بریدونو سره تړاو لري.
دغه سازمان وايي، د بېلګې په توګه، د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۹مه، د ادلب ولایت په اریحا د ولسي وګړو پر یوه بازار درو توغندیو لږترلږه ۴۹ ولسي وګړي ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
زیاتوي چې عیني شاهدانو او د بشري حقونو فعالانو دوی ته د بریدونو په اړه جزییات ورکړي دي، حال دا چې د برید په سیمه کې ”هېڅ پوځي اهداف نه وو”.
امنسټي وايي، داسې نور دلایل هم شته چې د روسیې پوځ ”په ناقانونه ډول د خلکو د ګڼې ګوڼې پر ځایونو هم بمونه غورځولي، چې بیا وروسته چاودلي دي”.
روسي چارواکو تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه په ښکاره کوم غبرګون نه دی ښودلی.
کرملین وړاندې ورته رپوټونه رد کړي وو، او دا یې په سوریه کې د روسیې د بدنامولو هڅه بللې وه.
په سوریه کې د روسیې هوايي بریدونه داسې مهال پیل شول، چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په سوریه کې د ”داعش” پر وړاندې له وړاندې بریدونه پیل کړي وو.