افغان ځواكونو تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۳۴ وسله وال مخالفين وژلي

افغان ځواكونو تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۳۴ وسله وال مخالفين وژلي د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېوC5A688F1-5AF3-49FF-B39E-0880D59BAF3A_w640_r1_cx0_cy10_cw0_sاد په بېلا بېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۳۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، ننګرهار، لوګر، كندوز او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په دې عملياتو كې د ملي اردو ۶ سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

خروج از نسخه موبایل