د چين ځمکې ښووېدو پېښه کې ۹۱ کسان لادرکه دي
دغه ښار د چين تر ټولو ستر او مهم صنعتي مرکز دی
وروسته له هغه چې د چين په سويلي ښار شېنژين کې د ځمکې ښووېدو له امله ۳۳ ودانۍ ونړېدې سلګونه ژغورونکي د ژوندي پاتې کسانو په لټه کې دي.
د شېنژن ښار چارواکي وايي تر اوسه اووه کسان چې سرسري ټپونه لري له کنډو کپرو ژوندي وېستل شوي او ۹۱ کسان لا هم لادرکه دي.
په نړېدلو ودانيو کې د کارګرو د اوسېدو دوه اپارتمانونه هم شامل دي.
هغه مهال چې د ځمکې ښووېدو پېښه رامنځته کېده کابو ۹۰۰ کسان مخکې له مخکې له دغې صنعتي سيمې ووېستل شول.
دغه ښار د چين تر ټولو ستر او مهم صنعتي مرکز دی.
د ځمکې ښووېدو له امله د طبيعي ګازو يوه نلليکه چاودلې او اوس کارکوونکي د دغې نلليکې پر ترميمولو لګيا دي.
د چين د ځمکې او طبيعي سرچينو وزارت په خپله رسمي وېبپاڼه کې ويلي د دوی لومړنۍ پلټنې ښيي، چې ځمکه ښووېدنه د خاورې د يوه ډيري او د بيارغونې د پاتې شونو د ښووېدو له امله رامنځته شوې.
د روان کال نومبر مياشت کې هم په ژېنجينګ ولايت کې د ځمکې ښوېدو له امله ۲۵ کسان وژل شوي وو. د روان کال نومبر مياشت کې هم په ژېنجينګ ولايت کې د ځمکې ښوېدو له امله ۲۵ کسان وژل ش