په سوريه کي ډيری بنسټپالې ډلي شتون لري چي د نړيوالو له سترگو پټې دي او داعش ته به له ماتي ورکولو وروسته ددوی تشه ډکه کړي44190_912

بله خوا نړيوالو کارپوهانو ويلي د عربستان په مشری رامنځ ته شوې ايتلاف د ترهگرو له ډلو سره د مبارزي ورتيا نلري

د مذهبونو او ژیوپولتیک مرکز په یوه خپاره شوي ریپوټ کې ویلي: په سوریه کې سلو زرو په شاوخوا کې د وسله والو په شتون سره داعش ورته پنځه لس ډلې په فعالیت بوخې دي او کیدایي شي د داعش په ماتې سره ددې ډلې تشه ډکه کړي او دا ډلې د نړیوالو له سترګو پتې دي   او دا ستونزه د نړیوالوپر وړاندې لوی ګواښ دی. د ریپوټ له مخې دې مسلې د لویدیځ له لوري د ډلو بیلوالی له ستونزو سره مخ کړي دي.

د امریکا په ګډون یو شمیر عربي او لودیځو هیوادونه ځینې وسله والې ډلې منځلارې بولي او له دوی څخه ملاتړ کوي. دې مرکز ویلي: د داعش ایدیولوژي له پوځي لارې له منځه نځي او حتی که چیرې پّ سوریه کې داعش د نړیوالو له لوري ماته وخورې په نورو سیمو کې به فعالیت پیل کړي. ددې مرکز د ریپوټ له مخې ددې ترهګریزو ډلو له څلورو د یوې برخې څخه هم لږ خلک ایدیولوژي نلري او باید هغه مسلې ته چې داعش تغذیه کوي ماته ورکړل شي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *