نړیوال کارپوهان وایي د عربستان په مشری رامنځ ته شوی ایتلاف داعش ته ماته نشي ورکولای

نړیوال کارپوهان وایي د عربستان په مشری رامنځ ته شوی ایتلاف داعش ته ماته نشي ورکولای ځکه ددوی په وینا ډيری ترهګریزې ډلې په سوریه او عراق کې فعالیت لري او139309251223242274305254 دا هیوادونه د ایتلاف غړي نه دي

عبدالکريم خلف/ ” د ترهګریزو ډلو له نوي سلنې ډير غړي پّ سوریه او عراق کې دي د ایتلاف لپاره به دا ناشونې وي چې د عراق او سوریې پرته د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې لاسته راوړنه ولري ددې ایتلاف ماته حتمي ده او په دې ایتلاف کې لویه ستونزه د عراق او سوریې نشتون دی”

یوه سوري څیړونکي ههم ویلي: سعودي عربستان اوس مهال د یمن په جګړه کې بوخت دی او نشي کولای همهاله یوه بله جګړه پرانیزي ده ویلي په دې ایتلاف کې د عربستان ملاتړي هیوادونه سره را ټول شوي دي.

سرکيس کاسارگيان/ “د خلیج هیوادونه چې عربستان یې مشري کوي له یمنه د وتلو په حال کې دي زما په آند تر هغې چې دوی په یمن کې جګړه پای ته ونه رسوي او په دې جګړه کې بریالي نشي بله جګړه نشي پیلولی.” کليپ ۳

ایراني څیړونکی حسین کناني په دې اند دی چې د عربستان په مشری ایتلاف د ترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې په موخه نه بلکې د روسیې ایران عراق او سوریې د ایتلاف پر وړاندې رامنځ ته شوی؛

د عربستان د دفاع وزیر تیره اونی د څلور دیرشو اسلامی هیوادونو په ګدون د ترهګرۍ پر وړاندې د یوه ایتلاف له رامنځ ته کیو خبر ورکړی دی ځینې هیوادونو له ایتلافه هرکلی کړی خو ځینو نورو بیا په دې ایتلاف کې د غړیتوب په هکله بې خبري ښودلې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل