له وسله والو طالبانو سره د سولې پروسې د پيل نېټې په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې
د ملي شورا وياند تواب غورځنګ هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې د سولې خبرې به د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه (د مرغومي په ١١مه) پيلېږي.
ځينو رسنيو خبر ورکړى چې په ياده نېټه پيلېدونکي د سولې دويم پړاو کې د افغان پلاوي مشري د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر کوي.
خو تواب غورځنګ دغه راپورونه ردوي او وايي، تر اوسه په دې اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې.
نوموړي زياته کړه: ((ولسمشر به پر دې موضوع د امنيت شورا غونډه کې خبرې کوي.))
د غورځنګ په وينا، د افغانستان حکومت به د سولې پروسې په اړه ټول معلومات له ولس سره شريکوي.
تر دې مخکې ويل شوي و ، د افغان سولې پروسې د دويم پړاو د پيل په موخه به د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په نږدې ورځو کې کابل ته راشي.
د لومړي ځل لپاره د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې لومړى پړاو خبرې د روان لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې د پاکستان په کوربه توب، د چين او امريکا تر څارنې لاندې په اسلام اباد کې ترسره شوې.
ټاکل شوې وه چې يوه مياشت وروسته د سولې دويم پړاو خبرې ترسره شي، خو يوه مياشت وروسته د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړينې خبر خپور شو چې ورسره د سولې خبرې اترې هم وځنډېدې.
تېره اوونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس غونډې په څنډه کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا ترمنځ څلور اړخيزه غونډه کې هوکړه وشوه چې د سولې دويم پړاو خبرې اترې يو ځل بيا پيل شي.
ولسمشر اشرف غني له اسلام اباد څخه تر راستنېدو وروسته په کابل کې د خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه، چې په نږدې ورځو کې به يو لوړپوړى پاکستانی پلاوى کابل ته راشي.