مسکو سوريه کې د نور ځواک کارولو وړتيا هم لري

روسيه چې د بشار الاسد ملاتړې ده سپټمبر مياشت کې يې د سوريې په ملاتړ پر هغو ډلو هوايي ګوز151124155910_su_jet_russia_syria_640x360_reuters_nocreditارونه وکړل چې دوی يې ‘ترهګرې’ بولي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي په سوريه کې له هغه پوځي ځواک چې اوس يې کاروي، د ډېر ځواک کارولو وړتيا لري.

ښاغلي پوتين وويل: ”که د ځواک کارولو اړتيا وي موږ د اوس په توپير نور شيان هم لرو.”

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دغه څرګندونې له هغې يوه ورځ وروسته کوي، چې د ملګرو ملتو امنيت شورا د اوربند په ګډون د جګړه ځپلې سوريې لپاره د سولې پلان تاييد کړ.

د سوريې جګړه اوس پنځم کال ته ننوتې چې له امله يې له ۲۵۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ميليونونه نور بېځايه شوي دي.

د سوريې د سولې پلان د ملګرو ملتو په امنيت شورا کې په يوه خوله تاييد شو چې د سولې خبرو لپاره په کې مهالوېش وټاکل شو او په شپږو مياشتو کې دننه به د يووالي حکومت جوړېږي.

خو په دغه پرېکړه ليک کې د سوريې د ولسمشر بشار الاسد د راتلونکي رول يادونه نه ده شوې.

لويديځ هېوادونه غواړي ولسمشر اسد دې د سولې له خبرو مخکې واک پرېږدي، خو روسيه او چين وايي ښاغلی اسد اړ نه دی چې د سولې خبرو د شرط په توګه واک پرېږدي.

روسيه چې د بشار الاسد ملاتړې ده سپټمبر مياشت کې يې د سوريې په ملاتړ پر هغو ډلو هوايي ګوزارونه وکړل چې دوی يې ‘ترهګرې’ بولي.

د سوريې جګړه کې له ۲۵۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ميليونونه نور بېځايه شوي دي

مسکو له دې سره سره چې نړيوالې ټولنې پرې نيوکې کولې سوريې ته وسلې او نور پوځي توکي واستول.

د سوريې د سولې پرېکړه ليک د جمعې پر ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتو په مقر کې تاييد شو او د سوريې د حکومت او اپوزېسيون ترمنځ خبرې به څو ورځې وروسته د جنورۍ په لومړيو کې پيل شي.

د سولې د نوي پلان پر بنسټ به د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په ۱۸ مياشتو کې د ټاکنو لپاره مهالوېش وټاکل شي او بيا به د سوريې خلک د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.

په پلان کې د اوربند غوښتنه هم شوې، خو لا هم په دې اړه توپيرونه شته چې کومه ډله بايد ترهګره وګڼل شي.

Author

خروج از نسخه موبایل