د هلمند دوو ورځو جګړو کې ۹۰ سرتېري وژل شوي

د هلمند دوو ورځو جګړو کې ۹۰ سرتېري وژل شوي678aa16a47a164a32e81df45413d7124_XL

د هلمند په ځينو ولسواليو کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي

د افغانستان د سويلي ولایت هلمند مرستيال والي وايي له طالب وسلوالو سره په تېرو دوو ورځو جګړو کې لږترلږه ۹۰ سرتېري وژل شوي دي.

په فيسبوک کې افغان ولسمشر اشرف غني ته په يوه پرانستي ليک کې محمد جان رسوليار ويلي چې د هلمند درې ولسوالۍ لا له وړاندې طالبانو نيولي او دوه نورې د سقوط په حالت کې دي.

ښاغلي رسوليار شکايت کړی چې له مرکز کابله يې سم ملاتړ نه کېږي او له افغان ولسمشر نه يې غوښتي چې د نورې مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

جان محمد رسوليار ويلي، د فیسبوک له لارې يې ځکه دغه خبر خپور کړ، چې د رسمي چينلونو له لارې يې چا خبرې پر وخت ولسمشر ته نه رسولې.

د هلمند مرستيال والي له افغان ولسمشر نه دغه غوښتنه داسې مهال کوي، چې په خبره يې د هلمند په ګرشک او سنګين ولسواليو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د سنګين ولسوالۍ د ایمرجنسي روغتون يوه کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي په سيمه کې د بي بي سي خبريال ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې دغه روغتون ته له ۱۰۰ د زياتو افغان سرتېرو جسدونه لېږدول شوي دي.

ده ويلي د ايمرجنسي روغتون ته د ۱۷ ولسي وګړو جسدونه هم وروړل شوي، چې د جګړو پر مهال وژل شوي دي.

د ګرشک ځايي چارواکي ويلي په تېرو دوو ورځو کې وسلوالو طالبانو د دغې ولسوالۍ ۱۵ پوستې هم نيولي دي.

د هلمند په ناارمه ولایت کې بريتانوي سرتيري پراته و او د هغوی له وتلو وروسته دغلته وضعيت مخ په خرابېدو دی.

Author

خروج از نسخه موبایل