امريکا د کار پيدا کولو لپاره افغانستان ته ۵۰ ميليون ډالر ورکوي

اوسمهال رسمي شمېرې ښيي، چې له اوو تر ۱۱ میلیونو کسانو پورې افغانان روزګار نه لري

د امریکا مت

حدو ایالتونو په افغانستان کې د کاري فرصتونو برابرولو لپاره د شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی.

په پام کې ده، چې د دغو پیسو یوه برخه د ملي پیوستون پروګرام له لارې ولګېږي چې خلکو ته کار پيدا شي.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې کاږي، په تېرو کلونو کې د بې روزګارۍ له کبله لسګونه زره افغانان بهر ته تللي دي.

په داسې حال کې، چې د کاري فرصتونو لږوالي له کبله ګڼ افغانان له هېواده وځي د امریکا متحدو ایالتونو له افغانستان سره د ۵۰ میلیونه ډالرو اضافي مرستې اعلان کړی.

د امریکا سفارت په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي په پام کې ده، چې له دغو پیسو به نژدې ۳۵ میلیونه ډالره د افغانستان لپاره د بیارغونې صندوق له لاري د ملي پیوستون پروګرام په چوکاټ کې ولګولې شي.

د دغه پروګرام له لارې به هغه کارګر، چې کار روزګار و نه لري د ځايي پرمختيايي شوراګانو له لوري د بیا رغاونې چار کې د کار لپاره جذب شي.

خبر پاڼه وايي پاتې ۱۵ میلیونه ډالره به د ښځو لپاره د دندو رامنځته کولو لپاره ولګول شي.

دغه پروګرام کې به کلیوالو سیمو کې د شپږو میاشتو لپاره کارکونکو مېرمنو ته لنډ مهاله روزنه ورکړله شي.

تمه کېږي، چې د دغه پروګرام له پیل سره به سلګونه افغانان کار ومومي. شمېرې ښيي چې لسګونه زره افغان ځوانان په هېواد کې د کار د نشتوالي له امله بهر ته تللي دي

اوسمهال رسمي شمېرې ښيي، چې له اوو تر ۱۱ میلیونو کسانو پورې افغانان روزګار نه لري یا هم په داسې کارونو لګیا دي، چې مزد یې خورا لږ دی.

بل لور ته د هېواد په لر او بر کې د جګړو او ناامنیو پراخیدل د دې سبب شوي، چې یو شمېر فعالې فابريکې هم تړلې شوې دي او کارګر یې په کور ناستې ته اړ شوي.

په ورستیو کې د افغانستان حکومت ویلي و، له عربي هېوادونو سره د یوې هوکړې پر بنسټ به تر ۲۵۰۰۰ پورې مسلکي کارګر دغو هېوادونو ته واستوي.

د ځینو په باور دغه چاره به افغانستان کې د بې روزګارۍ کچې په ټیټولو کې څه نا څه مرسته وکړي، خو وايي په افغانستان کې د بې روزګارۍ له منځه وړلو لپاره بنسټیزه چاره نه ده.

Author

خروج از نسخه موبایل