د هلمند پر ۷۰ سلنې خاورې وسله وال واکمني کوي

د هلمند ولايتي شورا چارواکي خبرداری ورکوي، که چېرې مرکزي اداره د دغه ولایت امنیت ته جدي پام ونه کړي، نو دغه ولایت به د کندوز له برخلیک سره مخ شي.

د یاد ولایت د ولايتي شورا امنيتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر وايي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په دې ولایت کې امنيتي ګواښونه د پخوا په پرتله زیات شوي او اوسمهال شاوخوا ۷۰ سلنه خاوره د دولت مخالفو ځواکونو په ولکه کې ده.

د نوموړي په وينا، دولت يواځې د هلمند ولایت پر څلورو ولسوالیو حاکمیت لري.

بل لوري د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرحمان سرجنګ سلام د ځينو امنيتي ستونزو په تاید سره د ولايتي شورا غړيو خبرې رد کړې او زیاته يې کړه، چې په يو شمېر سيمو کې د کمانډو ځواکونو پوځي عمليات پېل کړي او پرمختګونه هم په کې شوي دي.

د سرجنګ په خبره اوسمهال د هلمند په ټولو سيمو کې امنیت کابو دی.

د ویلو ده، چې د هلمند ولایت مرستیال والي محمدجان رسول یار په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي دي، چې ورځ تر بلې د هلمند امنيتي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او اوسمهال د هلمند زیاتې برخې د وسله والو په ولکه کې ده.

د هلمند امنیه قومندان د مرستیال والي خبرې بې بنسټه وبللې.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي جبار قهرمان هم ویلي و، چې د هلمند ناامنه کېدل به د ټولې جنوبي حوزې پر امنیت منفي اغیز وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل