غزني كې د ټېلر او ۳۰۳ موټر ټكر، ۳ مړه، ۹ ټپيان چارواكي وايي، د غزني په ګيلان ولسوالۍ كې د يو ټېلر او ۳۰۳ ډوله موټر د ټكر له امله دوه نارينه سورلۍ، يوه ښځه مړه او د ښځو، ماشومانو په ګډون ۹ نور ټپيان دي
د غزني د امنيه قومندانۍ وياند فهيم اميري وايي، پېښه نن غرمه شاوخوا يوولس بجې د ګيلان ولسوالۍ په جنډه سيمه كې د كابل- كندهار پر لويه لار رامنځته شوې ده.
اميري وايي، د پېښې تپيان د مقر ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي وضعيت يې هم ډاكټرانو د ډاډ وړ ښودلى دى.
اميري دغه راز د پېښې علت د موټر چلوونكو ګړنديتوب او له ټرافيكي قوانينو سرغړونه په ګوته كړه، خو د پېښې په تړاو يې د موټرو د ډريورانو د نيولو په اړه بې خبري وښوده.