عراق دي هيواد ته د امريکا يي سرتيرو استول رد کړل

ټاکل شوې وه دا سرتيري له ترهگرۍ سره د مبارزې په موخه عراق ته استول شوي وی بله خوا يو شمير عراقي سرتيري د داعش پر وړاندې د ايتلاف په هوايي بريدونو کي وژل شوي دي

له عراقه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې د عراق دولت، دترهګرۍ پر وړانډې د ځمکنۍ جګړې په موخه دې هیواد ته د امریکایي سرتیرو له استولو سره مخالفت کړی او د امریکا دا غوښتنه یې رد کړې ده.

امریکا دا وړاندیز تیره اونۍ بغداد ته د امریکا دفاع وزیر د سفر پر مهال شوی. عراقي چارواکیو ویلي عراق ته د امریکایي سرتیرو ورتګ به پر دې هیواد تیری وګڼل شي ځکه چې حکومت د امریکايي سرتیرو کړه وړه نشي کنترولولی.

عبدالحسين الزرقاوي – ” که چیرې دوی خپل ځمکني سرتیري دلته را واستوي مونږ نشو کولای دوی کنترول کړو نو له دې مخې به ددوی راتګ تیری وګڼل شي نو مونږ دا غوښتنه ردوو. مونږ پر عراق د ا مریکا یي سرتیرو د تیري ترخه تجربه لرو امریکا په عراق کې د ګډ وډیو له رامنځ ته کولو وروسته ووتله نو کله چې مونږ د ترهګری پر وړاندې د پرمختګ وړتیا لرو نشو کولای دلته ددوی سرتیري وزغمو

Author

خروج از نسخه موبایل