طالبانو په غزني کې ولسي خلک په ډاګیزه محکمه کې په دورو وهلي

دغزني ولایت مرکز اړوند منګور کلي اوسېدونکو یوه انځوریزه وېډیو راستولې ده، چې په دغې وېډیو کې له ورایه ښکاري درې کسه ځوانان د وسله والو طالبانو له خmوا په دورو وهل کېږي.

په را لېږل شوې انځوریزې وېډیو کې د کلي سلګونه اوسېدونکي او لسګونه طالب وسله وال د طالبان ډاګیزې محکمې له خوا محکوم شویو ۳ ځوانانو څخه چار چاپېره راټول شوي دي.

په لومړي سر کې یو تن طالب له خوا د دوی د محکمې حکم ولسي خلکو ته اورول کېږي او وروسته په غلا تورن کسان په ترتیب سره یې پېښې په پړو تړي او په دورو یې وهي.

د طالبانو دغه ۳ کسان د لمونځ نه کولو او د غلا په تور محاکمه کړي دي، دوی خلکو ته خبرداری ورکوي، چې “اسلامي امارت په هر سیمه حاکمیت لري او مجرمان به د خپلو اعمالو په سزا رسوي”.

په وېډیو کې ښکاري، چې د “حکم تر اورولو وروسته خلک د تکبیر نارې، ژوندی دي وي اسلامي امارت او ژوندی دې وي ملا اختر محمد منصور نارې وهي”.

په دې اړه مو د غزني ولایت له چارواکو وپوښتل دوی د طالبانو دغې ډاګیزې محکمې په اړه د سلام وطندار سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

د منګور کلی غزني له مرکز څخه شاوخوا ۴ کیلومتره په لرې واټن کې پروت دی او څو ځلې هلته وسله والو طالبانو خپلې ډاګیزې محکمې پر خلکو عملي کړي دي

Author

خروج از نسخه موبایل