د کورنيو چارو وزا رت نوې ودانۍ نن گټې اخستنې ته وسپارل شوه

د کورنيو چارو وزا رت نوې ودانۍ نن گټې اخستنې ته وسپارل شوه   ولسمشر په دي مراسموکي ويلي د ودانۍ فزيکي شتون ددې وزارت لپاره اړين دی خو د خلIMG_2893کو د ټپونو درملنه نشي کولاي

ولسمشر په کورنيو چارو وزارت کي پر ناغيړيو او درغليو کلکه نيوکه وکړه وويل په روان ژمي کي بايد په دي وزارت کي سمون رامنځ ته شي دوی ويلي سرتيري له هيواده په دفاع کي له سره تيريږي خو چارواکي ددوی پر وړاندې خپله دنده نه تر سره کوي

ولسمشر ويلي ددې ودانۍ د پرانستلو په مراسمو کې دا ودانۍ بیسارې ښودلې ویلي یې دي ددې وزارت اړوند ټولې ادارې به ډير ژر دې ودانۍ ته را ولیږدول شي. له ډې سره دوی هیله مندي څرګنده کړې په دې ودانۍ کې قانون پلی شي او په دې وزارت کې یې په کاغذ پرانیو کلکه نیوکه کړې ده

ولسمشر ویلي د پولیسو په لیکو کې مرګ ژوبله ډيره ده او علت یې هم دوی ته د سمې روزنې نه ورکول ده ددوی په وینا تر اوسه شل زره پولیسو سمه روزنه نه ده لیدلې په داسې حال کې چې کورنیو چارو وزارت ته ډیره بودیجه په واک کې ور کړل شوې ده.

د ولسمشر په وینا د امنیتي ادارو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تړون لیکونه یو اړخیز دي. دوی ویلي افغان سرتیري د هیواد دساتنې لپاره له سرونو تیر دي خو چارواکي یې دډې سرتیرو په هکله خپل مسولیتونه نه ادا کوي.

ولسمشر یوخل بیا د سولې په هکله خپلې تیرې خبرې تکرار کړې هغه دا چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده جګړه مونږ نده پیل کړې جګړه پر مونږ تپل شوې او مونږ له هیواده دفاع کوو   خو له دې سره د ولسمشر په خبرو کې یوه نوې موضوع ولیدل شوه هغه داوه چې د پخلاینې په خبرو کې به د افغان امنیتي ځواکونو خپلواکي او ددوی لاسته راوړنې وساتل شي.

Author

خروج از نسخه موبایل