په کور د ننه د کډوالو حالت اندېښمنوونکی

د دغه بنسټ یو راپور ښيي سرکال د تیرو کلونو په پرتله د بې ځایه شوو کډوالو شمېر پنځه برابره ډیر شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د کورنیو بې ځایه شوو کډوالو د ژوند پر حالت اندېښنه ښوولې او له دولته يي غوښتي چې د دوی د ستونزو د حل لپاره ژر لاس په کار شي.

د دغه بنسټ یو راپور ښيي سرکال د تیرو کلونو په پرتله د بې ځایه شوو کډوالو شمېر پنځه برابره ډیر شوی دی.

اوس دغه شمېر یو میلیون او دوه سوه رزه تنو ته رسېدلې دي.

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون په یوه راپور کي وايي چې په ۲۰۰۹ کال کي د کورنیو بې ځایه شوو کډوالو شمېر په افغانستان کې څه باندې ۲۶۰ زره تنه وو، خو په ۲۰۱۵ کال کي دغه شمېر پنځه واره ډیر شوی چې یو میلیون او دوه سوه زره تنو ته رسېدلي دی.

ډیری د جګړه ځپلو ولایتونو لکه کندهار، هلمند، زابل، کندوز ، ننګرهار، فراه او بادغیس اوسېدونکو خپل اصلي ځایونه پرې اېښي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر نن کابل کي خبریالانو ته وویل چې جکړه ، ناامني، او بېکاري د بې ځایه کېدو اصلي لاملونه دي.

ډیری د جګړه ځپلو ولایتونو لکه کندهار، هلمند، زابل، کندوز ، ننګرهار، فراه او بادغیس اوسېدونکو خپل اصلي ځایونه پرې اېښي دي.

همدارنګه دا کمیسیون په کمپونو کي د دې بېځایه شوو ګډوالو د ژوند کولو حالت ډیر ناوړه بولي او وايي چې ډیري ماشومان او ښځې د رغتیايي خدمتونو، سرپناه، او د ماشومانو ښوونې او ورزنې په څېر د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاس رسی نه لري. میرمن سمر له دولته وغوښتل چې ژر د دغو بې ځایه شوو کډوالو ستونزه پام وکړي.

په دې راپور کې ویل شوي پاکستان او ایران هم اتیا زره افغانان له خپلو خاورو ایستلي دي چې دغه کار هم حالت ډیر خراب کړی دی.

دا مهال شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې ‎کډوال دي او په سلګونو نور بیا غربي هیوادونو ته پناه وړې ده.

په دې راپور کې ویل شوي پاکستان او ایران هم اتیا زره افغانان

Author

خروج از نسخه موبایل