وسله والو د كابل- غزني پر لار د مالستان ۵ مساپر له ځان سره وړي

وسله والو د كابل- غزني پر لار د مالستان ۵ مساپر له ځان سره وړي د غزني چارواكي وايي، نامعلومه وسله والو د دې ولايت په قره باغ كې پنځه هزاره افغانان چې درې يې ښځې دي له ځان سره تښتولي دي.

د غزني د امنيه قومندانۍ وياند فهيم اميري وايي، دغه هزاره وګړي د غزني د مالستان ولسوالۍ اوسېدونكي وو او نن غرمه شاوخوا دولس بجې د غزني مركز ته راروان وو چې د كابل- كندهار پر لار مشكي سيمه كې له موټرو ښكته كړاى شوي دي.

فهيم اميري زياته كړه، وسله والو له يو ساعت وروسته درې ښځې بېرته خوشې كړي خو دوه نارينه يې له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي: (( د دغو دوو نارينه و د راخوشې كولو لپاره هم د پوليسو او امنيتي ارګانونو هلې ځلې روانې دي.))

تر اوسه كومې وسله والې ډلې د دغو هزاره ګانو د تښتولو پړه پر غاړه نه ده اخستې، خو بايد وويل شي چې له تېر ۱۳۹۳ كال راهيسې غزني ته پر لاره څو څو ځله هزاره مساپر له موټرو ښكته كړاى شوي چې ځينې يې وژل كېږي او ځئنې يې بېرته راخوشې كړاى شوي دي، خو د ګڼو نورو حتى برخليك لا نه دى معلوم

Author

خروج از نسخه موبایل