دغزني ولایت مرکز اړوند منګور کلي اوسېدونکو یوه انځوریزه وېډیو راستولې ده، چې په دغې وېډیو کې له ورایه ښکاري درې کسه ځوانان د وسله والو طالبانو له خ
په را لېږل شوې انځوریزې وېډیو کې د کلي سلګونه اوسېدونکي او لسګونه طالب وسله وال د طالبان ډاګیزې محکمې له خوا محکوم شویو ۳ ځوانانو څخه چار چاپېره راټول شوي دي.
په لومړي سر کې یو تن طالب له خوا د دوی د محکمې حکم ولسي خلکو ته اورول کېږي او وروسته په غلا تورن کسان په ترتیب سره یې پېښې په پړو تړي او په دورو یې وهي.
د طالبانو دغه ۳ کسان د لمونځ نه کولو او د غلا په تور محاکمه کړي دي، دوی خلکو ته خبرداری ورکوي، چې “اسلامي امارت په هر سیمه حاکمیت لري او مجرمان به د خپلو اعمالو په سزا رسوي”.
په وېډیو کې ښکاري، چې د “حکم تر اورولو وروسته خلک د تکبیر نارې، ژوندی دي وي اسلامي امارت او ژوندی دې وي ملا اختر محمد منصور نارې وهي”.
په دې اړه مو د غزني ولایت له چارواکو وپوښتل دوی د طالبانو دغې ډاګیزې محکمې په اړه د سلام وطندار سره له خبرو کولو ډډه وکړه.
د منګور کلی غزني له مرکز څخه شاوخوا ۴ کیلومتره په لرې واټن کې پروت دی او څو ځلې هلته وسله والو طالبانو خپلې ډاګیزې محکمې پر خلکو عملي کړي دي