امنیت شورا د ”داعش” مالي سرچینو بندولو پرېکړه کوي

اټکل دی چې ”اسلامي دولت” ډله په نړۍ کې د اورپکو تر ټولو شتمنه ډله ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غړو هېوادنو د مالیې وزیرانو لومړنۍ غونډه هوکړې ته ورسېده چې ”اسلامي دولت” ډلې ته د پيسو په بندولو بحث وکړي.

دوی له هېودونو غواړي چې ”اسلامي دولت” نومې ډلې ته د پیسو رسولو لارې وتړي او د دې ډلې له لوري د تېلو او انتیکو شیانو د قاچاق مخه ونیول شي.

دغو وزیرانو پر هغې پرېکړې هوکړه وکړه، چې په ۱۹۹۹ کال د القاعدې شبکې ضد صادره شوې وه.

اټکل دی چې ”اسلامي دولت” ډله په نړۍ کې د اورپکو تر ټولو شتمنه ډله ده.

د یوې شمېرې له مخې، دغه ډله هره میاشت نژدې ۸۰ میلیون امریکايي ډالر عاید لري، او هره میاشت یونیم میلیون بیرله (بیلره) تېل تولیدوي.

د امنیت شورا پرېکړه کې د دغې ډلې پرضد د بندیزونو د څارلو لپاره یوه جرګګۍ هم ټاکل شوې ده، چې ترڅنګ یې پر القاعدې شبکې هم بندیزونه وڅاري.

پرېکړه کې دا هم ویل شوي، دغه بندیزونه به پر افرادو او ډلې تطبیقېږي، د دوی مالي سرچینه به وچېږي او له سفر کولو او مسلح کېدو به یې مخه نیول کېږي.

د پرېکړې له مخې به یاد دولتونه په ۱۲۰ ورځو کې د دغې ډلې د مالي سرچینو د وچولو په اړه یو او بل ته معلومات ورکوي.

په پرېکړه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون غوښتل شوي چې د دغې سخت دریځې ډلې د مالي سرچینو په اړه په ۴۵ ورځو کې یو ”ستراتیژیک” راپور وړاندې کړي.

امنیت شورا په تېره فبرورۍ میاشت کې هم ورته پرې:ړه کړې وه، خو دیپلوماتانو وویل چې پر یادې پرېکړې سترګې پټې شوې دي.

د ”اسلامي دولت” ډلې ډېری عواید د تېلو له لارې ترلاسه کېږي، خو له مالیو، د نشه يي توکو له قاچاق، د لرغونو توکو د قاچاق، تښتونو او د برېښنا د خرڅلاو له لارې هم ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل