پوتین: د ترکيې اوسنیو مشرانو سره کړکېچ نه آوارېږي

ولادیمير پوتین په خپلې کلنۍ مطبوعاتي ناستې کې سوریې کې د روسیې پر ښکېلتیا، ترکیې سره پر کېچ او د امریکا پر ولسمشریزو ټاکنو وغږېد.

د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین وایي چې له ترکیې سره د کړکېچ کمولو ته هیله من نه دی.

ولسمشر پوتین په خپلې کلنۍ مطبوعاتي ناستې کې په بهرني سیاست کې د روسیې دریځ څرګند کړ.

هغه وویل روسیه چمتو ده چې له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅه وکړي.

ښاغلي پوتین وویل د دې تصور نشي کولی چې د روسیې او تُرکیې ترمنځ کړکېچ دې پر قدرت د اوسنیو ترکي مشرانو له پاتې کېدو سره آوار شي.

وروسته له دې چې ترکیې د روسیې یوه جنګي الوتکه له سوریې سره پر خپلې پولې وویشتله او ویې غورځوله د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.

روسي ولسمشر پوتین وویل د روسۍ الوتکې له غورځولو سره ترکیې د خپلو ګټو پر خلاف عمل وکړ. هغه وویل روسیه دې ته چمتو وه چې په دې اړه د ترکیې د خوښې پر مسالو غور وکړي، خو د دې پرځای چې ترکیه خپله کړنه توضیح کړي ژر یې د ناټو لمنه ونیوله.

پوتین د ترکیې پر مشرانو نیغ ګوزار وکړ او ویې ویل دوی “دوی پرېکړه کړې چې د امریکا یو ځانګړی ځای وڅټي”.

هغه وویل اسلام پالنه ورو ورو ترکیه نیسي چې ” اتاتورک په خپل قبر کې رېږدي”.

د روسیې ولسمشر وویل سوریې کې به د روسي ځواکونو عملیات دوام ولري. هغه وویل روسیه دې ته چمتو ده چې پوځي اقداماتو ته د پای ټکی کېږدي او “داسې نه دی چې موږ تر سوریایانو هم ډېر سوریایي یو”.

ښاغلي پوتین په دغې درې ساعته خبري ناستې کې د امریکا ټاکنو ته هم اشاره وکړه او ډونالډ ټرمپ یې یو “با استعداده کس” وباله.

له ۲۰۰۰ کال څخه را پدېخوا دا د ښاغلي پوتین د ولسمشرۍ دریمه دوره ده.

ښاغلي پوتین ته روسان د یوه پیاوړي مشر په سترګه ګوري او په نړیواله کچه هم ډېر بحث پاروونکی شخصیت دی.

Author

خروج از نسخه موبایل