داعش د افغانستان ختیځ کې رادیو جوړه کړې

د افغانستان په ختیځ کې ننګرهار ولایت له هغو سیمو دی، چې ”اسلامي دولت” (داعش) پکې وړاندې فعالیت پیل کړی دی.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ”اسلامي دولت” ته وفادارو جنګیالیو په دې ولایت کې یوه رادیو فعاله کړې ده. د مخابراتو وزارت وايي، هڅه یې دا ده چې دغه رادیو مشخصه او له منځه یوسي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړو ویلي، دغه رادیو پر اېف اېم څپو خپرونې کوي چې په ټوله سیمه کې اورېدل کېږي.

ویل کېږ، چې داعش ددغې رادیو له لارې، د افغانستان د حکومت پرضد خپلې اعلامیې خپروي او خپرونې کوي، او له ځوانانو غواړي چې له دې ډلې سره یوځای شي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت هم مني، چې ننګرهار کې دا ډول یوه رادیو فعاله شوې ده.

ددغه وزارت ویاند یاسین صمیم وویل، له افغان او نړیوالو ځواکونو سره په همغږۍ سره، هڅه دا ده چې د یادې رادیو موقعیت په نښه او له منځه یووړله شي.

ښاغلی صمیم زیاتوي، دغه رادیو پر هغو څپو خپرونې کوي، چې د مخابراتو وزارت وړاندې په سیمه کې یوې بلې رادیو ته ورکړې وې.

نوموړی وايي، مخکینۍ رسمي رادیو څو کاله وړاندې په سیمه کې د ځینو وسله والو له خوا د رادیو پر دفتر تر برید وروسته ختمه شوې ده.

وړاندې د طالبانو له خوا هم د رادیويي خپرونو لپاره د یوې رادیو د فعالېدو خبرونه خپاره شوي وو، خو طالبان لاهم پر خپلو وېبپاڼو رادیويي خپرونې کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، طالبان په کونړ، پکتیا او هلمند ولایتونو کې رادیويي خپرونې لرلې، چې تر پېژندل کېدا وروسته له منځه یووړل شوې.

د افغانستان په ختیځ کې ننګرهار ولایت له هغو سیمو دی، چې ”اسلامي دولت” (داعش) پکې وړاندې فعالیت پیل کړی دی.

وړاندې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان کمپبل ویلي و،، د ”اسلامي دولت” ملاتړي هڅه کوي په ننګرهار ولایت کې خپله سیمه ییزه اډه جوړه کړي.

ده دا هم ویلي وو، چې ننګرهار کې د سیمه ییزو جنګیالیو سربېره، د داعش عراقي او د سوریې جنګیالي او وګړي هم شته.

Author

خروج از نسخه موبایل