هلمند کې ۱۶ وسله وال وژل شوي او پنځه سيمه یيز پولیس ټپیان دي

د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه محمود اشنا وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج، زمنبلي او میرمنداب سیمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه وايي چې د يادو نښتو پر مهال ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

ده وويل چې د يادو نښتو پر مهال ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو پنځه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

دغه راز اشنا وويل چې په نادعلي او سنګين ولسواليو کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.

هغه وويل چې په يادو نښتو کې دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي خو اشنا د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.

هغه وايي چې د يادو نښتو پر مهال طالبانو د امنيتي ځواکونو يو شمېر پوستې نيولې او يو شمېر سرتېري يې وژلي دي.

احمدي په ياده جګړه کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

خو هغه ادعا وکړه چې په مارجې ولسوالۍ کې ١١ امنيتي سرتېري له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

د طالبانو د يادو څرګندونو په اړه امنيتي چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Author

خروج از نسخه موبایل