د افغانستان د برېښنا شرکت د هغو دولتي ادارو نومونه افشا کړل، چې د برېښنا پېسې نه ورکوي
په دغه خپور شوي لیست کې د پوهنې، لوړو زده کړو، ترانسپورت، د مخابراتو، کرنې، ټولګټو، عامې روغتیا، کانونو او ځینې وزارتونه شامل دي.
د بریښنا شرکت د رسنیو او عامه اړیکو مسوول وحید توحیدي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې دغه دولتي ادارې نږدې درې میلیارده افغانۍ د بريښنا پیسې پوروړي دي، چې تراوسه پورې یې نه دي ورکړي.
توحیدي زیاته کړه، هغه دولتي شرکتونه چې د بریښنا پیسې نه ورکوي د بريښنا له پرې کیدو سربیره به ۵ سلنه جریمه هم شي.
د توحیدي پروینا په ژمي کې د بريښنا د پرچاوي اصلي لامل د بريښنا د محصول نه ورکول او د بريښنا ډیرکارول دي.
د افغانستان بريښنا شرکت چارواکي د برېښنا په لکښت کې د زیاتوالي اصلي لامل د بهرنیو اسعارو د بیې لوړوالی بولي او زیاتوي، دغه شرکت هرکال د ۲۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت له بهرڅخه بريښنا را واردوي.