داعش جعلی بانک نوټونو د چاپولو چاری پیل کړی

د داعش ډلی قوماندانانو په هغو سیمو کی چی د دوی د واک لاندی دی، په پټه د بدلو بهرنیو بانک نوټونو د چاپولو چاری پیل کړی چی نورو ګاونډیو او بهرنیو هیوادونو ته یی هم استوی. په دی هکله خبر نن د سوریی د مدافع وکیلانو د ټولنی مشر نظارعلی ساکیف رسنیو ته ورکړی دی0,,17652781_303,00.

د نوموړی په وینا؛ د سوریی په ختیځ کی د دیر آز زور په ولایت کی د جعلی پیسو د چاپولو پیښه ثابته شوی ده. نومړی زیاته کړه:« د دی برخی کارپوهان وایی، چی د جعلی پیسو د چاپولو ډیر د لوړی کچی ماشینونه د «داعش» ډلی ته په لاس ورغلی دی».

ددغه ولایت د قضایی خونو مشر کمال الظاهر په دی هکله وایی: « د تروریستان په ډیره غټه کچه جعلی بانک نوټونه بهر ته نورو هیوادونو ته لیږی. د دولتی چارواکو لخوا ډیر تذابیر نیول شوی، چی دغه بانک نوټونه هغو سیمو ته چی د سوریی د دولت تر کنترول لاندی دی، ورنه شی. چی تر اوسه مونږ په دی برخه کی بریالی یو او څو تنه قاچاق وړونکی چی جعلی بانک نوټونه ورسره وو، نیول شوی دی».

Author

خروج از نسخه موبایل