امريکا او روسيي د سوريي په هکله د خبرو پرمختگ لپاره نوې هوکړې ته رسيدلي

امريکا او روسيي د سوريي په هکله د خبرو پرمختگ لپاره نوې هوکړې ته رسيدلي ددوارو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په مسکو کي له ليدني وروسته د سوريي د ستونزي هواری لپاره د جمعي په ورخ په نيويارک کي د ځواکمنو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له ناn00007913-bستي او په دي هکله د امينت شورا له لوري د پريکړه ليک له تصويبه هم خبر ورکړی دی

د امریکا او روسیی د بهرنیو چارو وزیرانو جان کري او لاورف د مسکو په ناسته کې ویلي د سوریې په هکله د دواړو هیوادونو ترمنځ هوکړه شوې. او دواړو خواوو پریکړه کړې چې د سوریې ستونزې د هواری په خبرو ته به دوام ورکوو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ مسکو ته د سفر پر مهال له خپل روسي سیال او ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي په دې لیدنه کې دسوریې سربیره د اوکراین په هکله هم هوکړه شوې ده.

لاروف ویلي: د نړۍ ځواکمنو هیوادونو مشران به د راتلونکې جمعې په ورځ په نیویارک کې غونډه ولري او د امنیت په شورا کې به دسولې په هکله یوه پریکړه تصویب کړي.

له دې سره ده ویلي مسکو او واشنګټن د ترهګرو د نوم لړ پر چمتو کولو هم هوکړه کړې ده.

سرگئي لاوروف -” مونږ د هڅو پر دوام چې پّ لړ کې به یې پرمختګونه هم وي هوکړه کړې ده د ترهګریزو ډلو د نوم لړ پر چمتو کیدو   له ملګرو ملتونو سره پر مرستو او د پخلاینې خبرو لپاره د سوریې وسله والو ډلو د همغږي کولو په برخو هم هوکړې شوې دي”

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ هوکړې په نړیوالو مسایلو کې ګتورې ښودلې په ځانګړې توګه د اوکراین او سوریې په تړاو مسایلو کې

جان کري – ” ده ویلي کله چې روسیه او امریکا په ګتوره توګه له یوه بل سره خبرو ته دوام ورکړي بله پوښتنه نه رامنځ ته کیږي ځکه چې له دې هوکړو دواړه هیوادونه او نړیواله ټولنه ګټه پورته کولای شي.”

له دې سره روسیه او امریکا د بشار اسد د راتلونکې په هکله اختلافات لري امریکا پر روسیې تور لګوي چې پّ خپلو بریدونو کې هغه سوریې وسله والو ډلې تر برید لاندې راولي کوم چې د لویدیځ له ملاتړه برخمنې دي خو روسیه بیا دا تورنه نه مني

په دې وروستیو کې روسي چارواکیو ویلي مسکو دې ته چمتو دی ترځو د داعش پر وړاندې د سوریې دولت وسله والو مخالفینو ملاتړ هم وکړي.

د امریکا او روسیی په ګډون د سوریيې په حالات کې ښکلیو هیوادونو تیره میاشت د ستونزې هواری په موخه د خبرو پر دوام او د لنډ مهالي حکومت د رامنځ ته کیدو په هکله هوکړې ته سره ورسیدل او پّ سوریه کې د جګړې پای ته رسیدو ته یې هیله مندی رامنځ ته کړې. د سوریې په جګړه کې تر اوسه دوه سوه پنځوس زره کسان وژل شوي او په میلیونونه نور کډوالی ته اړ شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل