سعودي عربستان د ۳۴ اسلامي هیوادونو په ګډون د ترهګرۍ پر ضد ایتلاف جوړ کړ

سعودي عربستان د ۳۴ اسلامي هیوادونو په ګډون د ترهګرۍ پر ضد ایتلاف جوړ کړ
سعودي عربستان او د دغه هېواد د ګاونډیو خلیجي هېوادونو اییتلاف له تېرو څو میاشتو راهیسې یمن کې د هغو حوثي یاغیانو خلاف جګړه کوي، چې د ایران ملاتړ 150421205152_al-asiri_624x351_ap_nocreditورسره دی
چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ۳۴ اسلامي هېوادونو د سعودي عربستان په مشرۍ د یوه پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی دی.
رپوټ کې ویل شوي، چې د مالیزیا په ګډون لسو نورو اسلامي هېوادونو هم د اییتلاف ملاتړ اعلان کړی.
د دغو هېوادونو نومونه یاد شوي او پکې ویل شوي، چې ‘دغو هېوادونو پرېکړه کړې، چې د سعودي عربستان په مشرۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پوځي اییتلاف جوړ کړي. د خپل منځي اړیکو او پوځي عملیاتو د همغږۍ مرکز به ریاض کې موقعیت ولري.’
رپوټ زیاتوي، چې ‘د هرې ډلې او سازمان، چې هر نوم ولري او پر ځمکه فساد خپروي او یا بې ګناه انسانان ځوروي، که دغه ډلې د هر مسلک اړوند وي، د دوی له ترهګرۍ نه د اسلامي هېوادونو خوندي ساتل یو مسولیت دی.’
خلیجي هېوادونو کې د خپلو بېلو ګټو پر سر ایران او سعودي عربستان د یوه بل مخالفان بلل کېږي او وايي له همدې کبله د هېوادونو یاد نوملړ کې د ایران نوم نه لیدل کېږي، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي.
سعودي عربستان ۳۰ کلن دفاع وزیر شاه زاده محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې ‘دغه کمپاین سره به افغانستان، عراق، سوریه، لیبیا او مصر کې د ترهګرۍ خلاف روانې هڅې غوټه کړلې شي.’
خو افغانستان، عراق او سوریه دغه اییتلاف کې شامل نه دي.
امریکا متحدو ایالتونو د اسلامي دولت نومي ډلې خلاف د نورو ګامونو پورته کولو په موخه پر خلیجي هېوادونو فشار زیات کړی.
د سعودي عربستان دفاع وزیر محمد بن سلمان وايي دې سره به د ترهګرۍ خلاف روانې هڅې غوټه شي
خو داسې څه نه دي ویل شوي، چې دغه پوځي پلان به څنګه پلي کېږي.
دوی وايي سوریې او عراق کې د پوځي عملیاتو لپاره به له مهمو ځواکمنو هېوادونو او نړیوالو ادارو سره په نړیواله کچه اړیکي ټینګ شي ” موږ دغه ځای کې له نړیوال جواز پرته او له نړیوالې ټولنې سره له همغږۍ پرته عملیات نه شو تر سره کولای.”
کله چې له هغه نه وپوښتل شول، چې ایا د دغه پوځي اییتلاف تمرکز به د اسلامي دولت نومي ډلې خلاف مبارزې ته وي، محمد بن سلمان وویل:
”نه یوازې هغه ډله، بلکې زموږ پر وړاندې، چې هره ترهګره ډله څرګنده شي، پر وړاندې به یې مبارزه وکړو.”
سعودي عربستان او د دغه هېواد د ګاونډیو خلیجي هېوادونو اییتلاف له تېرو څو میاشتو راهیسې یمن کې د هغو حوثي یاغیانو خلاف جګړه کوي، چې د ایران ملاتړ ورسره دی.
له سې شنبې وروسته یمن کې اوربند پلي کېږي او داسې باور کېږي، چې د سعودي عربستان لپاره دا یو فرصت دی، چې خپل پام شمالي پولو ته واړوي.

Author

خروج از نسخه موبایل