د یمن سولې خبرو له پیله مخکې اوربند پلي کېږي

په پام کې ده، اوربند به د دسمبر له ۱۵ تر ۲۱ نېټې دوام وکړي

په سویټزرلنډ کې د یمن په تړاو د سولې خبرو له پیل سره هممهاله، چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب کېږي، اووه ورځنی اوربند پلي کېږي.

دغه اوربند، له جي ایم ټي مهال سره سم له غرمې وروسته پیلیږي، خو د سعودي عربستان په مشرۍ اییتلاف، چې د حکومت ملاتړ کوي وايي، که له اوربنده سر غړونه وشي د ځواب ورکولو حق لري.

دغه اییتلاف له هغه وروسته، چې مارچ میاشت کې د یمن حکومت تبعید ته اړیستل شو، د حوثي یاغیانو خلاف جګړه کوي.

تر اوسه دغه جګړه کې ۶۰۰۰ کسان وژل شوي دي، چې نژدې نیمايي یې ملکیان دي.

لومړی په پام کې وه، چې اوربند نیمه شپه مهال پیل شي، خو د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس پکې د لامل له یادولو پرته د ځنډ یادونه وکړه.

د یمني حکومت استازي به د شیعه حوثي یاغیانو له استازو سره یو ځای دغو خبرو کې برخه واخلي، چې ملګري ملتونه یې منځګړیتوب کوي.

اوربند داسې مهال پیلېږي، چې د سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو د یوه، یوه پوځي افسر په ګډون د یو شمېر خلیجي، یمني او سوداني سرتېرو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي. حکومتي ځواکونه د سعودي عربستان په ملاتړ د تایز ښار بېرته نیولو لپاره جګړه کوي

په ظاهره داسې معلومیږي دغه کسان د هغه توغندي برید کې وژل شوي، چې تایز ولایت کې حوثي یاغیانو توغولی و.

که دا تایید شي له هغه وروسته به تر ټولو خونړی برید وي، چې سپتمبر کې د پلازمېنې صنعا ختیځ ته مارب سیمه کې پر یوې پوځي اډې توغندی ولګید او پکې د متحدو عربي اماراتو ۴۵ پوځیان ووژل شول.

مارچ میاشت کې سعودي عربستان له هغه وروسته یمن کې پوځي کمپاین پیل کړ، چې حوثي یاغیانو پلازمېنه صنعا ونیوه او د دویم لوی ښار عدن پر لور یې پرمختګ پیل کړ.

یمن کې بشري حالت وار له مخه اندېښمنونکی و، خو اوس چې د ټول نفوس له پنځو، څلورمه برخه ‘ ۲۱ میلیونه وګړي ‘ بشري مرستو ته اړتیا څرګندوي، دغه حالت ناوړه بڼه غوره کړې.

له مارچ میاشتې راهیسې حکومتي پوځیانو مارب او عدن ښارونه بېرته نیولي، خو نه دي توانیدلي له تایز نومي دریم ښاره یاغیان وشړي.

Author

خروج از نسخه موبایل