ترکيه د موصل له شاوخوا پوځيان باسي

ترکي پوځيان له ۲۰۱۴ کال راهيسې د کوردي ځواکونو د روزلو لپاره يادې شوې پوځي اډې ته تللي وو

ترکيه وايي يو شمېر سرتېري يې چې د عراق خاوره کې ځای پر ځای کړی و، له پوځي اډې ايستلي دي.

د ترکيې د دولتي رسنۍ په وينا پوځي چارواکو ويلي له ۱۰ تر ۱۲ موټرو، کاروان عشيقه اډې څخه شمال ته لېږدېدلي دي.

عشيقه پوځي اډه د دې هېواد په شمال ختيځ کې له موصل ښاره ۳۰ کيلومتره لرې پرته ده. نوموړی ښار د “اسلامي دولت” نومي ډلې تر ولکې لاندې دی.

ترکي پوځيان له ۲۰۱۴ کال راهيسې د کوردي ځواکونو د روزلو لپاره يادې شوې پوځي اډې ته تللي وو.

عراقي چارواکي وايي دې هېواد ته د ترکیې ځواکونو ننوتل د دوی له همغږۍ او اجازې پرته شوی چې د نړيوالو قوانينو او عراق د خپلواکۍ پرخلاف دی.

د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو د تېرې جمعې په ورځ ويلي وو، چې له عراقي چارواکو سره تر خبرو وروسته يې پرېکړه کړې چې په بعشيقه اډه کې ځای پر ځای شوي پوځيان له سره “منظم” کړي.

ځينې شننونکي وايي ترکيه دا خوښوي چې په عراق کې له خپلواکې کوردۍ سيمې سره نژدې اړيکي ولري، خو د سوريې پر پوله له کوردي ډلو سره تربنګني پالي.

له څه مودې راهیسې بريتانيا په سوريه کې پر “اسلامی دولت” نومي ډلې هوايي بريدونه پيل کړي او جرمني هم د يادې شوې ډلې پر وړاندې له ایتلاف سره د پوځي ملاتړ لپاره رايه ورکړې وه.

د ترکيې پوځي چارواکو د رويټرز خبري اژانس ته ويلي، د ځواکونو وتل د “نوي نظم” يوه برخه ده، تراوسه نه ده روښانه چې ترکي ځواکونه به خپل هېواد ته ستانه شي او که به په عراق کې پاتي شي.

Author

خروج از نسخه موبایل