امريکا په عراق او سوريه کي د داعش پر وړاندې جگړې ته زور ورکوي

امريکا په عراق او سوريه کي د داعش پر وړاندې جگړې ته زور ورکوي له دي سره امريکا د داعش مشرانو ته خبرداری ورکری چي له دي وروسته به دوي په نښه شي امري28635_604کا د داعش پر وراندي د جگړې له پرمختگه خبر ورکړی او پر دي ډلې يي پر فشار ټينگار کړی دی

بارک اوباما چې د امریکا د دفاع وزارت په ودانۍ کې خبرې کولې وویل: د داعش پر وړاندې جګړه به د تیر په پرتله ډیره شي. ده د داعش مشرانو ته خبرداری ورکړ وویل دوی پټیدای نشي او له دې وروسته به دوی تر بریدونو لاندې راوستل شي. د اوباما په وینا پّ سوریه او عراق کې د داعش د مشرانو مرکزونو او ددوی د تمویلي مرکزونو د په نښه کولو ستراتیژي به دوام ولري.

د امریکا ولسمشر ددوی په مشری د ایتلاف له غړیو هیوادونو وغوښتل ترڅو د داعش پر وړاندې جګړې ته زور ورکړي. ده زیاته کړې د داعش پر وړاندې په مبارزه کې ډير پرمختګ شوی او عراق کې یې ډيری سیمې ددې ډلې له لاسه ایستلي او ډيری مشران یي وژل شوي دي.

باراک اوباما – ” کله چې مونږ خپلو بریدونو ته زور ورکړو زمونږ ملګري هیوادونه لکه فرانسه آلمان بریتانیا آسترالیا او ایتالیا به هم بریدونو ته زور ورکړي له دې مخې ما له دفاع وزیر څخه غوښتي ترڅو منځني ختیځ ته لاړ شي او زمونږ ملګري ډيریو بریدونو ته وهڅوي د دیپلوماتیکي هڅو لپاره هم بهرنیو چارو وزیر روسیې ته ځي او د ویانا بهیر له مخې د سوریې ستونزې د هواری هڅې کوو.”

د امریکا په مشری د داعش ضد ایتلاف د نړۍ له پنځه شپیتو هیوادونو څخه رامنځ ته شوی او له تیر کال راهیسې په عراق او سوریه کې د داعش پر وړاندې بریدونه تر سره کوي خو د دې دوه هیوادونو مشرانو تل نیوکه کړې چې ددې ایتلاف بریدونو ګتورې پایلې نه درلودې له دوه میاشتو راهیسې روسیې هم د داعش پر وړاندې بریدونه پیل کړي او ویل کیږي چې دې ډلې ته یې درانه زیانونه اوړلي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل