پاړه چنار کې له چاودنې وروسته ۳ ورځنی ماتم اعلان شوی

په بريد کې ۷۷ کسان دي، چې د ځينو ټپونه سخت دي او ښايي د وژل شويو کسانو شمېره لوړه شي

د پاکستان په قبايلي سيمه کې د شنبې پر ورځ د شوې چاودنې قربانيانو سره د خواخوږۍ ښوولو په نيت درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.

چارواکي وايي په دغه بريد کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۷۷ نور ټپيان دي، چې د ځينو ټپونه سخت دي او ښايي د وژل شويو کسانو شمېره لوړه شي.

د ماتم پر لومړۍ ورځ په پاړه چنار ښار کې ټول بازارونه او سوداګريز مارکېټونه بند وو.

ځايي چارواکي وايي د يکشنبې ورځې په بريد کې وژل شوي کسان ښخ کړای شوي او د ځينو جنازې نن (دوشنبه، ډسمبر ۱۴م) وشوې.

په چاودنه کې وژل شوی يو کس تر اوسه نه دی پېژندل شوی او جسد يې په مرکزي حسينيه کې اېښودل شوی دی.

د قومي اسمبلۍ غړي ساجد حسين توري بي بي سي ته وويل چې د محرم په مياشت کې د دا ډول بريد خطر ډېر و، خو هغه مهال توري قبېلې او امنيتي ځواکونو په ښار کې سخت امنيتي تدابير نيولي وو.

دی وايي دغه مياشت په خير تېره شوه او ټول خلک ډېر خوښ وو، خو وروستۍ چاودنه داسې وه، چې هېڅ چا يې په اړه فکر نه کاوه.

ښاغلی حسين وايي د ضرب عضب عملياتو له امله د توندلارو ملا ماته شوې، خو په بشپړ ډول نه دي ختم شوي او له دې پېښې ښکاري چې هغوی اوس هم په خوځښت کې دي.

Author

خروج از نسخه موبایل